د ځوانانو چارو معين:د غونډو او ښوونیزو پروګرامونو په جوړولو سره د هیواد ځوانان یو موټی کړئ
شریعت: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستیال قاري محمد یونس راشد سمنګانو ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسوولینو سره وکتل.
شریعت: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستیال قاري محمد یونس راشد سمنګانو ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسوولینو سره وکتل.
په دې کتنه کې قاري محمد یونس راشد وویل، چې د هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست مولوي خیرالله خیرخواه په لارښوونه یې د یاد وزارت د پرمختیايي پلان او پروګرام د پلي کولو په موخه د هېواد ولایتونو ته پلاوی ټاکلی، چې څنګه کولای شو ځوانان یوموټی کړو او د هغوی له وړتیاوو د هېواد په سیاسي، ټولنیزو، فرهنګي او اقتصادي برخو کې کار واخلو.
قاري راشد دغه راز د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ستونزو او ننګونو د څېړلو ترڅنګ د دغه ولایت د ځوانانو چارو د آمریت له مسوولینو وغوښتل، تر څو د غونډو او ښوونیزو پروګرامونو په جوړولو سره ځوانان یوموټی کړي او هغوی دنیوي او اخروي مسوولیتونو ته متوجه کړي.