افغانستان

«د چارو پلي کولو کې رښتینولي او اخلاص وکړئ»

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور او مل تخنیکي ټیم د قرغې بند د ساتنې او مراقبت بشپړو شویو پروژو له بېلابېلو برخو لیدنه وکړه.
منصور د یادو پروژو پلي کول د قرغې بند د ساتنې او مراقبت او ځمکې لاندې اوبو د تغذیې لپاره ګټور ګام وباله.
د اوبو او انرژۍ وزارتسرپرست همدارنګه د دې پروژو د پلي کوونکو مسؤلینو کړنې و ستایلې او دوی ته یې په چارو کې د بریا غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چې د چارو په پلي کولو کې رښتینولي او اخلاص ته د خپلو کارونو په لومړیتوبونو کې ځای ورکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *