نړۍ

د چین ولسمشر شي جین پنګ مسکو ته سفر کوي

د چین ولسمشر شي جین پنګ په داسې حال کې مسکو ته سفر کوي چې د اوکراین جګړې د پای ته رسولو وړاندیز یې کړی. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې شي جین پنګ به راتلونکې دوشنبه د مارچ له ۲۰مې تر ۲۲مې د پوتین په بلنه روسیې ته ولاړ شي او تمه ده چې د دغه سفر په ترڅ کې د دواړو خواوو ترمنځ یو شمېر مهم دوه اړخیز سندونه هم لاسلیک شي. د دغه وزارت ویاند پر خپل ټویټر په یوه پیغام کې ویلي چې دغه سفر د دوستۍ او سولې لپاره دی، هغه زیاته کړې چې چین او روسیه به په نړیوالو اړیکو کې ډیموکراسۍ ته وده ورکړي. هغه زیاته کړه چې چین به د اوکراین د جګړې په اړه د هر مثبت او عادلانه دریځ ملاتړ وکړي او د سولې خبرو اترو د پرمختګ لپاره به رغنده رول ولوبوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *