افغانستاناقتصاد او رغونه

د چین په نړیوال نندارتون کې افغانۍ غالۍ نندارې ته وړاندې شوې

د چین په نړیوال نندارتون کې افغاني غالۍ هم نندارې ته اېښودل شوې دي. د غالۍ اوبدونکو او صادرونکو ټولنه وايي، په دغه نندارتون کې د افغانستان لپاره څلور غرفې جوړې شوې دي. افغان غالۍ اوبدونکي وایي، په نړۍوالو نندارتونو کې د افغان سوداګرو ګډون کولی شي د افغانستان پر صادراتي توکو مثبت اغیز وکړي. د غالیو اوبدونکو او صادروونکو ټولنه وايي، په دې وروستیو کې د غالیو اوبدونکو په شمېر کې ډېروالی راغلی او په وینا یې حکومت باید د غالیو صادراتو ته زمینه برابره کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *