دینې لیکنې

د ژبې ساتل!

ساجدالله عظمت
بنده چې د خپل رب جل جلاله د دين او د دين د احکامو او حدود ساتنه کوي، نو يو ډول ساتنه دا ده، چې خپله ژبه وساتي او د دې ژبې کار او دنده هم نا اشنا ده او خبره يې هم نا اشنا ده؛ ځکه ټول ناوړه کارونه، ګناهونه او نافرمانۍ له ژبو څخه پيښيږي. نو (لا اله الا الله) دا ژبې څومره عزتونه پایمالوي. او (لا اله الا الله) په څومره نافرمانیو کې پرېوزي.
الله تعالی د خپلو صالحو دوستانو په ستاينه کې وايي: ژباړه: او هغه کسان، چې له چټي څيزونو مخ اړونکي دي.» د مؤمنون سورت، (۳) آيت. او لغو: هر هغه څيز چې په اخرت کې ګټه نه لري او يا هر هغه شی، چې په اخرت کې زیان او تاوان اړوي. او الله تبارک وتعالی د خپلو صالحو دوستانو په مدح کې وايي: «اې مؤمنانو! له الله جل جلاله څخه وډار شئ او نېغه رښتیا خبره کوئ. الله جل جلاله به ستاسو د ګټې لپاره ستاسو کارونه سم کړي او ستاسو ګناهونه به وبښي. او کوم شخص چې د الله جل جلاله او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم اطاعت کوي، نو هغه داسې بری ترلاسه کوي، چې هغه ستر بری دی.» د احزاب سورت، (۷۰ او ۷۱) آيتونه. او خورا عجيبه دا ده، چې هر انسان د خپلو اندامونو د ساتلو ډېره هڅه کوي او کله چې په دې غړيو کومه ګناه ورڅخه پېښه شي، د هغه په تریخوالي هم پوهيږي، پرته له ژبې څخه. نو ډېر لږ یو انسان د هغه له خطره د ساتلو کوښښ کوي. نو ژبه څومره په معاصیو (نافرمانيو) کې وچلېده او دواړو پريښتو له ناوړه او بدو خبرو څخه څومره وليکلې، په هغه کتاب (عملنامه) کې يې وکښلې، چې خاوند به يې ډېر ژر وويني او ولولي او (بیا) به په هغه ورځ پښېمانه شي چې پښېمانتیا به ګټه نه کوي. «یو لفظ د انسان له خولې څخه نه راوزي، خو پر هغه يو څارونکی ټاکلی وي، هر وخت (د ليکلو لپاره) تيار.» د ق سورت، (۱۸) آيت. او ډېر ځله داسې کلمې (ويناوې) وي، چې د ويونکي له خولې ووژي او هغه يې سپکې وګڼي، خو دی جهنم ته پرې لاړ شي! او ډېری د خیر ويناوې وي، چې د ويونکي له خولې وزي، هغه ګومان نه کوي، چې دی به چېرته ورسوي، خو الله تعالی په هغه سره خپل همېشنی رضوان ورته وليکي! ډېر ځله ژبه په غیبت او نمامت سره روانه وي! او ټوکو او ملنډو سره چليږي! يا درواغ وايي او د ټګۍ لارې برابروي! او يا يې د چټياتو او لانجو (بحثونو) بازار ګرم کړی وي! حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه به ژړل، ژبه به يې راوېستله او ويل به يې: «هذا اوردنی الموارد!»
او عبدالله بن مسعود رضی الله به ويل: «په الله قسم! له ژبې پرته بل هيڅ څيز هم د اوږده بند او حبس مقدار نه دی.» د سړي د خپلې ژبې ساتنه دا ده، چې د هر هغه څه لپاره يې متوجه کړې، چې هغه د دې دین خدمت کوي او له (ناولیو) ډنډو دې ځان ساتي. او دا هغه حسان بن ثابت رضی الله عنه و، چې په خپل شعر او قصیدو به يې د الله جل جلاله د دین ملاتړ کاو، نو الله تعالی د هغه ساتنه کوله.
هغه به د اسلامي دعوت مدح کوله او د رسول کریم صلی الله علیه وسلم ستاينه به يې کوله او هغه د قريشو د مشرکانو په غندنه کوله نبي عليه السلام به هغه ځان ته نزدې کاو منبر ته به يې پورته کاو ورته ویل به يې: «أهجهم ــ او قال هاجهم ــ و جبریل معک» «۳» یانې: د هغوی غندنه وکړه (بدي يې بیان کړه) او جبريل علیه السلام له تا سره دی. نو هغه رضی الله عنه به د هغوی غندنه کوله امام زهري وايي: له ټولو څخه ډېر وياړمن (له وياړه ډک) بیت، چې عربو ويلي، هغه د حسان رضی الله عنه دا بیت دی چې د بدر په ورځ يې په بدر کې ويلی و نو هغه د جنت لور ته د بلونکو شاعرانو قائد (مشر، سرلاری) و، ځکه الله جل جلاله د هغه ساتنه کړې. حضرت عبدالله بن رواحه رضی الله عنه، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلو او ورته ويې ويل: يا رسول الله!
فثبت الله ما اتاک من حسن
تثبیت موسی نصرا کالذي نصروا
د عقبې په ورځ يې خپل نفس خرڅ کړ، لکه څنګه چې ابن قیم رحمه الله وايي: اخیستونکی او خرڅونکی تر هغه خیار لري، تر څو چې دواړه نه وي سره جلا شوي، نو بیا چې دواړه سره بېل (جلا) شول، نو بیع واجبه شوه.
هغه (عبدالله رضی الله عنه) مؤته غزا ته لاړ، بیا کله چې صفري ساعت را ورسېده، پهلوانانو (اتلانو) ته ورکوز شو، زغره يې ووېستله، توره يې واخیستله صحابه کرامو رضی الله عنهم کله چې له هغه سره په مدينه کې خدای په اماني کوله، ورته ويې ویل: اې د رواحه زویه! په سلامتیا او عافیت سره راستون شې، هغه ورته وويل: نه. له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره يې خدای په اماني وکړه، ويې ژړل او کله چې په اس سپور و او مدینې ته يې وکتل، هغه خپله مېرمنه او خپل ماشومان پرېښودل او له اصحابو کرامو رضی الله عنهم څخه یې خپل ملګري پرېښودل او له رسول اکرم صلی الله علیه وسلم پرته يې يوه سړي ته هم ور و نه کتل. کله چې هغو ورته وويل: مونږ تا په خیر خیریت سره ګورو. هغه وويل: نه. ابن رواحه رضی الله عنه هلته شهيد شو او روح يې جنت ته والوته. نو کله به چې اصحاب کرام رضی الله عنهم د ده له قبر سره تېرېدل، په ده به يې سلام اچولو، بیا يې ویل: «یا ارشد الله من غاز وقدر شد.» او دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم ستایونکی او مدحه کوونکی و او همدارنګه د هغوی ژبې د جنت په ياد، په جهاد او له دین نه په دفاع کې بوختې وې.
او په مقابل کې امرؤ القیس د دوزخ ته د دعوتګرو شاعرانو بیرغچي و، خپله ځواني يې په ګناه او نافرمانيو کې ضایع کړه، نو الله جل جلاله دی ضایع کړ! له ښځو او شرابو پرته يې بل څه نه پېژندل، بیا ضایع او هلاک شو. له فاجرانو او بدکارانو څخه يو ابن هاني اندلسي و. يوه ورځ خلیفه ته ورغی او ويې ويل:
ماشئت لا ماشاءت الاقدار
فاحکم فانت الواحد القهار
ژباړه: هغه چې ته يې غواړې، نه هغه چې تقدیر يې غواړي، نو ته فیصله وکړه، همدا ته الواحد القهار يې!
نو الله جل جلاله هغه ته وروښوده چې الواحد القهار څوک دی؟ او الواحد القهار رب جل جلاله ښه درس ورکړ، څو ترې هېر نه شي چې الواحد القهار څوک دی!؟
هغه له ماڼۍ ووت، نو په داسې ناروغۍ اخته شو، په خپل فرش پروت و او د سپي غوندې به غپېده او ويل به يې: ته الواحد القهار يې د لبنان له منحرفو فاجرو بدکارو شاعرانو څخه يو قروي و. هغه په دمشق کې ښکته شو (مېلمه شو)، نو خلکو هغه په اوږو سپور کړ، لاسونه يې ورته ټکول، نو ده وويل: نو الله جل جلاله داسې راونيو، څنګه چې د يو ستر برلاسي راګيرول وي، هغه (قروي) يې سپک کړ، نو په حمام کې مړ شو، څو ورځې وروسته خلک پرې پوه شول، چې د سپي په څېر (مرداره جيفه) ګرځېدلی و، څو الله تعالی هغه پوه کړ چې دی (الله) الواحد الاحد دی.
ایلیا ابوماضي، چې یو فاسد شاعر دی، وايي:
جئت لا أعلم من أین؟ ولکنني أتیت
ولقد أبصرت قدامي طریقا فمشیت
وسأبقی سائر ان شئت هذا أم أبیت
لست أدري لست أدری
ژباړه: راغلم، ولې نه پوهېږم، له کومه ځايه؟ خو راغلم او مخې ته مې لاره ولیده، نو روان شوم
او همداسې به روان يم، که دا ستا خوښه وي او که نه
زه خبر نه يم، زه خبر نه يم
مونږ هغه ته وويل: نه خبر شوې او نه دې ولوست. او مخ دې واړاو او نافرماني دې وکړه، ګناه دې وکړه، تېروتنې دې تکرار کړې او کبر غرور دې وکړ. نو الله جل جلاله هغه راونيو او د يو ستر برلاسي غوندې يې راونيو، بیا هغه (ايلیا) په ډېر بد ناوړه حالت کې مړ شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *