لیکنېمقالی اوتبصرې

د ښځو حقوق؛ د شعار او عمل پرتله!

س.سعيد غلجی

د نړۍ په تاريخ کې؛ کفارو همېشه «د ښځو حقوقو» له شعار څخه درواغجنه استفاده کړې، ظاهراً له ښځو سره د همدردي نارې وهي، خو عملاً يې د ښځو ټول حقوق تر پښو لاندې کړي او هغوی ته يې هر ډول اذيت رسولی. آن ابليس هم چې بي بي حوا عليها السلام دوکه کړه، نو ځان يې هغې ته يو مهربانه شخص ورمعرفي کړ او هغه يې د ممنوع بوټي خوراک ته وهڅوله، تر دې چې بالآخره د همدغې «همدردي!» له امله حضرت آدم او بي بي حوا عليهما السلام له جنته را واېسستل شول.
دغه شان تر هغه راوروسته د تاريخ په هره زمانه کې کفارو ښځې همدغه شان دوکه کړې او هغوی سره د همدردي او خواخوږي په شعارونو يې د هغوی حقوق تر پښو لاندې کړي او د خپلو ناوړه اهدافو لپاره يې استعمال کړې دي.
آن تر دې چې کفارو به له مسلمانانو سره د جګړې ډګر کې خپلې ښځې او ځوانې نجونې د مسلمانانو لښکر ته ور لېږلې، تر څو هغوی په فتنه کې واقع کړي، له خپل اصلي هدف او جګړې څخه يې غافل او په عياشي يې اخته کړي.
دغه راز؛ د صليبي جګړو پر مهال هم کفارو اسلامي نړۍ ته خپلې ښايسته او روزل شوې نجونې را استولې او د هغوی له لارې به يې په مسلمانانو کې د اختلاف، تضاد، بې ديني او فحاشي پروګرامونه خپرول.
اوسني عصر کې هم کفار له ښځو څخه هماغه شان کار اخلي، خپل کار يې نور هم منظم کړی، د ښځو د حقوقو په نامه يې په لسګونو لويې او وړې ټولنې جوړې کړې او د هغوی له لارې داسې پروګرامونه پلي کوي، چې ظاهراً د ښځو د حقوقو نارې وهي، خو اصلاً له ښځو څخه يوازې د يوې آلې په توګه کار اخلي او د دوی له لارې په مسلمانانو کې اختلاف، بې ديني او فحاشي خپروي.
دوی فقط د ښځو بربنډتوب، فحاشي او له نارينه ؤ سره اختلاط ته «د ښځو حقوق!» وايي، تر دې ور ها خوا هيڅ پروګرام نه لري. نه د هغوی د راحت غم ورسره شته، نه يې د حيا او راتلونکي ژوند په اړه اندېښمن دي او نه له ښځو سره کومه رښتينې همدردي لري.
کفار له ښځو څخه يوازې تر هغه وخته فايده اخلي، تر څو چې ځواني او ښکلا ولري، دې وخت کې يې په لسګونو خلک پالي او يارانې ورسره کوي، خو چې ځواني يې په ختمېدو شي، بيا يې څوک په کيسه کې نه وي، حتی د ګېډې مړولو لپاره هم څوک ورسره همکاري نه کوي او بالآخره خپله خواري او مزدوري ته مجبوريږي.
دوی هماغه خلک دي، چې ښځې به يې ژوندۍ خښولې، د مياشتني مرض پر مهال به يې د حيواناتو په شان جدا خونو کې بندي کولې او له کړکۍ څخه به يې ډوډۍ ورکوله، همدا اوس هم له مختلفو لارو د ښځو د عفت پلورنې په بدل کې پيسې ګټي او ځان پرې ساتي.
خلاصه دا چې کفار له ښځو څخه د يوې آلې په توګه کار اخلي او يوازې د يو سامان په نظر ورته ګوري، تر دې ور هاخوا د ښځو لپاره پر هيڅ حيثيت او ارزښت نه دي قايل.
خو الحمدلله؛ اسلام هغه مبارک دين دی، چې ښځو ته يې د کفارو له ظلمونو او وحشتونو نجات ورکړ، خپل حقوق يې ور اعاده کړل او د ښځې، خور او مور پر عزتمندو مقامونو يې ونازولې.
په اسلامي ټولنه کې ښځه لومړی د لور په نوم نازول کيږي، بيا د ښځې په نوم مينه ورکول کيږي او ورپسې يې د مور په نوم انتهايي قدر او عزت کيږي. دوی د خپل طبيعي جوړښت مطابق يوازې د کور کارونه کوي، نارينه بهر هر ډول تکاليف ګالي، خواري مزدوري کوي او خپلو خويندو، ميندو ته په خپل کور کې د هغوی حوايج ور پوره کوي. هغوی له هر ډول تکاليفو، ذهني ستونزو او مجبوري بې غمه وي. خو په کفري نړۍ کې بيا هره ښځه مجبوره ده، چې د ځان لپاره يوه ګوله روزي پيدا کړي، د خپل آينده ژوند لپاره په خپل لاس څه وګټي، له کوره بهر له خپله وسه پورته درانه کارونه وکړي او تر ټولو سخته يې لا دا چې دباندې د نارينه ؤ له خوا هره شېبه له جنسي ځورونې او تهديد سره مخ وي.
لکه څه موده وړاندې چې د (RAINN) په نوم يوې امريکايي تحقيقاتي ادارې په خپل راپور کې وويل، چې په امريکا کې په هرو (۶۸) ثانيو کې پر يوه ښځه جنسي تېری کيږي. يعنې په اوسط ډول هر کال (۴۶۳۶۳۴) ښځو باندې جنسي تېری کيږي، چې اکثره قربانيان يې له (۱۲ تر ۲۵) کالو عمر لري.
دا د کفارو اصلي څېره ده، د دوی هدف يوازې دا دی، چې فحاشي عامه شي، بې شمېره ښځو ته لاس رسی ولري او په مسلمانانو کې هم بې ديني او فحاشي خپره کړي. دا يو حقيقت دی، چې هر شخص خپل فکر ته بلنه کوي، بې دينه خلک غواړي چې ټول خلک بې دينه شي او نېکان خلک غواړي چې ټول خلک نېکان شي.
نو د کفارو پر درواغجنو شعارونو مه دوکه کېږئ، د هغوی له داخلي حالاتو، روان وضعيت او پخواني تاريخ څخه ځان خبر کړئ، پر دسيسو يې ځان اګاه کړئ او نور خلک هم پرې وپوهوئ. خلکو ته په کفري او اسلامي ټولنه کې د ښځو د حقوقو توپير واضح کړئ او د هغوی اصلي څېره خلکو ته څرګنده کړئ.
کفار د خلکو د دوکه کولو لپاره د ښځو په نامه په ټول کال کې یوه ورځ په نمایشي توګه لمانځي، خو موږ ټول عمر لور، خور، مور او ښځې ته انتهایي زیاته مینه او عزت ورکوو. د دغه حیثیت پوښتنه له عمر خوړلیو او ځوریدلو غربي ښځو کولای شئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *