مقالی اوتبصرې

د ښځو د تعليم جنجال، مخينه، ټينګار او حل لاره؟

له کور څخه بيرون د ښځو زده کړه له پخوا راهيسې په اسلامي امت جنجالي بحث پاتې شوی دی، مشران علماء کرام يې په اړه متفاوت نظرونه لري ځينې يې پلويان او ځينې يې بيا په کلکه مخالفت کوي.

له کور څخه بيرون د ښځو زده کړه له پخوا راهيسې په اسلامي امت جنجالي بحث پاتې شوی دی، مشران علماء کرام يې په اړه متفاوت نظرونه لري ځينې يې پلويان او ځينې يې بيا په کلکه مخالفت کوي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم د ښځو د ښوونې لپاره ځانګړې ورځ هم ټاکلې وه او د انصارو د ميرمنو ستاينه هم له همدې امله شوې ده چې په دين کې د تفقه په لاره کې يې حيا خنډ نه شوه.

په عربو او نورو هغو ملتونو کې چې اسلام يې منلی و له اسلام وړاندې هم د ښځو تعليم ته ډيره توجه نه وه.

د عربو مشهور شاعر معري وايي:

علموهن الغزل والنسج والردن و خلوا الكتابة والقراءة

فصلاة الفتاة بالحمد و الاخاص تجزي عن يونس وبراءة

ژباړه: ميرمنو ته د وړيو او وريښمو اوبدل ورزده کړئ او له ليک او لوست څخه تير شئ.

ځکه په الحمدو او سورة اخلاص د پيغلې لمونځ د سورة يونس او سورة براءة سره برابر دی.

د اسلام په لومړيو کې هم ميرمنو يوازې د کور چارې سمبالولې او د بچيو روزنه به يې کوله، د کور چارې او ځينې کسبونه به يې له ميندو او پخو ښځو زده کول او ديني زده کړې به يې له پلرونو، وروڼو او بيا له خاوندانو څخه کولې.

د التحرير والتنوير د مصنف علامه الطاهر بن عاشور رحمه الله په قول اسلام هم دا روحيه ډيره پياوړې کړه چې سړي (پلرونه، ورونه، او خاوندان) بايد ميرمنو ته د دين احکام ورزده کړي، له جهنم څخه د اهل بيتو ساتنه هم د رجالو دنده ګڼل شوې، يوه صحابي ته رسول الله صلی الله عليه وسلم يوه ښځه په همدې شرط په نکاح ورکړې وه چې څومره قرآن دې زده ده هغه به ورزده کوې.

د ابن عاشور په اند د نارينه و او ښځو د تعليم د سويې ترمنځ ډير توپير موجود و، د اسلام له اوائلو ښځو ته به يوازې د قرآن تعليم ورکول کيده، ورسره به د عباداتو مسائل، ټولنيز آداب او اخلاق او څه ناڅه کتابت او ليکنه ورکول کيده چې دا به د ښځو اعلی تعليم و.

د اسلام د تاريخ په اوږدو کې ډيرې ميرمنې سترې عالماتې او د سترو رجالو معلمانې هم تيرې شوي دي، د نړۍ د لومړني پوهنتون جامع القرويين ډبره هم يوې ښځې فاطمه بنت محمد الفهرية رحمها الله ايښې.

له دې پرته نورې داسې اناثيه مدرسې هم مسلمانانو لرلي چې دلته ورباندې تم کیدل بحث بلې خوا ته بيايي، البته په اوسنۍ کچه اناثيه مکاتب او پوهنتونونه يوه نوې مسله ده چې پخوا يې بيلګه نه ده ليدل شوې.

د تونس ستر عالم علامه محمد طاهر ابن عاشور رحمه الله په اند له ديارلسمې هجري پيړۍ وړاندې داسې ملت نه ترسترګو کيږي چې په معارف کې يې له سړيو د ميرمنو د برابرولو لپاره هلې ځلې کړې وي، لکه څرنګه يې چې په ټولنيزو مسؤوليتونو کې ورسره د برابرولو لپاره له څوارلسمې هجري پيړۍ وړاندې هلې ځلې نه دي شوي.

همدغه راز د ښځو په تعليم باندې بنديز هم نوی نه دی، پخوا هم د اسلامي نړۍ بيلابيلې خطې د ښځو پر تعليم د بنديز شاهدانې پاتې شوي دي.

په شام باندې تقريبا تر يوې پيړۍ پورې (له ۴۹۳هـ څخه تر ۵۸۳هـ) د مسيحي صليبيانو واکمني وه، د صليبي پوځ له لاسه د مسلمانو ميرمنو عزت او حياء خوندي نه وه، په هغه زمانه کې په مسلمانه ټولنه کې ستر فساد رامنځته شوی و، علماوو د احتياط په پار ميرمنې له کورونو څخه له راوتلو څخه منعه کړې او محتسب عبد الرحمن شيرازي د ښځو لپاره ليک او لوست ممنوع وګرځاوه.

 په ايران او خراسان باندې مغول واکمن وو، دلته هم په ټولنه کې فساد خپور و، دلته هم علماوو ميرمنو ته په کورونو کې د پاته کيدو او د ليک او لوست د نه زده کړې فتواوې ورکولې.

ملا علي قاري رحمة الله عليه د مشکوة په شرحه مرقاة المفاتيح کې د شفاء بنت عبد الله رضي الله عنها له حديث لاندې ليکي: قال الخطابي فيه دليل على أن تعلم النساء الكتابة غير مكروه قلت يحتمل أن يكون جائزا للسلف دون الخلف لفساد النسوان في هذا الزمان.

ژباړه: خطابي وايي: دا حديث په دې دلالت کوي چې د ميرمنو لپاره د ليک زده کړه کوم کراهت نلري، ملا علي قاري د خطابي په دغه قول د تبصرې په ترڅ کې ليکي: زه وايم احتمال لري چې د سلفو لپاره روا و او د وروستنيو لپاره روا نه وي، ځکه په دې زمانه کې د ميرمنو اخلاق فاسد شوي دي.

د ملا علي قاري رحمه الله له دغې خبرې هم جوتيږي چې د ميرمنو لپاره د ليک لوست د زده کړې بنديز د نا مساعدو حالاتو له امله دی، مستقل نه دی.

د ښځو پر مخ د تعليمي ادارو د تړلو اوسنی اصرار هم له همدې وجې دی چې شپږ پيړۍ په اسلامي نړۍ کې په ښځو باندې د کتابت دروازه بنده وه، د هند په نيمه وچه کې مولانا عبد الحی فرنګي محلي لومړنی هغه اسلامي عالم دی چې دغه کنګل يې مات کړ او ښځو ته يې په جماعت سره د لمانځه، کتابت او د زده کړې لپاره له کور څخه د وتلو فتوی ورکړه او په دې اړه يې څو رسالې وليکلې.

د نوموړي په اند د نامساعدو شرايطو له امله د يو چا منل شوی حق نشي سلب کيدلی، په دې توګه نوموړي ميرمنو ته د ليک دروازه پرانيستله، د پوهانو په اند د هند په ميرمنو دا د مولانا عبد الحی اللکنوي ستر احسان دی چې د شپږو پيړيو بنده دروازه يې ورته پرانيستله.

د اسلامي امارت له لوري تر امر ثاني پورې د ښځو د تعليم تعطيل يو ځل بيا په اسلامي نړۍ کې جنجالي بحثونه راوپارول، ځينې اسلامي هيوادونو، سازمانونو، ديني ادارو، علماوو، مفکرينو په دغه پريکړه خپل تحفظات څرګند کړل او ځينې نورو د دې پريکړې په ملاتړ قلمونه وڅرخول.

که ځير شو، د ښځو د تعليم په اړه د اسلامي امارت د دغې پريکړې موافقين او مخالفين دواړه په دوو دوو ډلو ويشل شوي دي.

د موافقينو يوه ډله هغه ده چې د ښځو د مطلق تحصيل مخالفت کوي ځکه په اند يې د ښځو لپاره له کوره وتل او د ليک زده کړه د فتنې سبب دی، بناء د فتنې د مخنيوي په خاطر بايد ښځې له کور څخه د باندې وتلو او د ليک لوست له زده کړې څخه بندې وساتل وشي، په هيواد کې د دغه فکر لرونکي کسان کم نه دي اګرکه له ميډيا لرې دي او يا د غبرګون له ويرې نه غواړي په زغرده دغه خبره وکړي.

دوهمه ډله هغه ده چې د ښځو لپاره مطلقا د تعليم ممانعت نه کوي، په مختلفو مجالاتو کې يې اړتيا هم حس کوي، خو د اسلامي امارت له دغې پريکړې ځکه ملاتړ کوي چې اشغال تير شوی، په عقيدوي، فکري او اخلاقي ميدانونو کې يې ناوړه اغيزې لا پاتې دي، بناء لومړۍ بايد د خويندو لپاره د تعليم مصون چاپيريال برابر شي او وروسته بيا اجازه ورکول شي. همدغه راز په مخالفينو کې هم لومړۍ ډله هغه خلک دي چې نه د ښځو د تعليم غم اخيستي او نه دې موضوع ته له شرعي اړخه ګوري، بلکه يوازې غواړي د غربي چارواکو په څير له دغې مسلې څخه د اسلامي امارت پر ضد تبليغاتي استفاده وکړي، متاسفانه د غربيانو او دغه ډول مخالفينو مخالفت نه يوازې چې د دغې ستونزې درد نشي دوا کولای، اضافه قيادت ته روحيه ورکوي چې په خپله پريکړه کې جديت او اصرار اختيار کړي.

دوهمه ډله هغه خلک دي چې په دې پريکړه له دې امله تحفظات لري چې دغه پريکړه په ديني، سياسي، تبليغاتي او امنيتي لحاظ امارت ته ستره ضربه رسوي، امارت انزواء ته بيايي، د ولس د نارضايتي کچه پراخيږي د ټولنې نيم قشر په تيارو کې پاتې کيږي او د اسلامي نظام مخالفينو ته موکه په لاس ورځي چې په خارج او داخل امارت د علم او دانش مخالف معرفي کړي.

د دوی په اند په اسلام کې د ښځو لپاره زده کړه او تحصيل داسې شجره ممنوعه نه ده چې د حواء لوڼې ترې ايسارې وساتل شي، د ميرمنو لپاره د شرعي علم د زده کړې د ضرورت په اړه به شايد څوک د مخالفت جرات ونه کړي، بل لور ته د شاه ولي الله رحمة الله عليه په اند د اسلامي حکومت له وجايبو څخه دا هم دي چې خلکو ته د عصري زده کړو شرايط او چاپيريال برابر کړي، ورته ويې هڅوي ترڅو بې کاري له منځه لاړه شي او خلکو ته د معاش او ژوند کولو اسباب برابر شي.

بناء د دوی په اند مطلقا د ښځو پر مخ د تعليمي ادارو دروازې بندول د حل لاره نه ده، خاصتا هغه شرعي ستونزې چې د اسلامي امارت مشران يې دې پريکړې ته مجبوره کړي دي، له نورو لارو يې حل امکان لري، او دغه ډول پريکړې د ډيرو نورو سترو ديني مشکلاتو سبب ګرځي، ځکه د وطن پريښودلو لړۍ چټکيږي او په خارج کې دوی بيا په الحادي عقائدو، ناسمو افکارو، ناوړه اخلاقو او اعمالو روزل کيږي.

دا چې د ستر فقيه علامه ابن الهمام رحمة الله عليه په اند اهون الشرين انتخابول واجب دي، دغه ډله ادعاء لري چې قراين، شواهد او تجارب څرګندوي چې اهون الشرين د ښځو په وړاندې د تعليمي ادارو د دروازو پرانيستل دي نه يې بندول.

حللاره

پورته مو ولوستل چې د ښځو د تعليم بنديز په اسلامي نړۍ خاصتا افغانستان کې ژوره مخينه لري، تجربو ثابته کړه چې په دې برخه کې په دواړو جانبينو کې افراطي چلند او ټينګار مسله نوره هم پيچلې کوي او سترې ستونزې زيږوي، بناء يو بنسټيز حل ورته لټول پکار دي، ترڅو د تل لپاره دا ستونزه هواره شي، زما په نظر بنسټيز حل دا دی هغه طرحه چې ولس ته يې وعده ورکول کيږي، کار ورباندې چټک شي، د معلوماتو پر اساس کومه کميټه چې د دې کار لپاره جوړه شوې کار يې ډير پڅ روان دی چې د چارو کارپوهان ورته چندان خوشبين نه دي.

ستونزه به هغه مهال ژر هواره شي چې د دې کار لپاره غښتلې، ليوالتيا لرونکې او باصلاحيته کميټه اعلان او مکلفه شي ترڅو په لنډ وخت طرحه چمتو او مشرتابه ته وړاندې کړي، په دې توګه به يو لور ته ولس مطمين شي، خارج ته له تلو څخه به راوګرځي، بې ځايه مظاهرې، په ټولنيزو رسنيو کې تبليغات او په تلويزوني بحثونو کې احساساتي خبرې به کنترول شي او بل لور ته به اسلامي امارت خپل اسلامي او ملي مکلفيت ادا کړی وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *