دینې لیکنې

د ښځو نوې مسئلې ؛ لیکوال: مفتي صادق شاه (فاضل دارالعلوم کراچی) / ژباړن: ساجدالله / اتلسمه برخه

د ښځينه وو د لاريون کولو حکم د ټولنې پایښت (بقاء) د نارینه او ښځينه وو په ګډ ژوند و ژواک پورې تړلی. په دې کې د نارینه په څېر ښځينه هم حقونه لري. «۱» د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه

د ښځينه وو د لاريون کولو حکم
د ټولنې پایښت (بقاء) د نارینه او ښځينه وو په ګډ ژوند و ژواک پورې تړلی. په دې کې د نارینه په څېر ښځينه هم حقونه لري. «۱» د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه یا د هغو د غوښتلو په شریعت کې کوم بندیز نشته، څنګه چې نارینه د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو غوښتنه کولی شي. همدراز د ښځينه وو لپاره هم کوم خنډ نشته. ښځينه چې د خپلو حقوقو د راژوندي کولو لپاره خپل شخصیت پایمالوي، نو د خیانت مترادف ده.
ښځينه که د لاریون کولو په اساس خپل حقونه نه غواړي، له دې امله د ښځينه وو غونډې او لاریونه یا په نورو اجتماعي لارو چارو سره چې کوم کارونه رامنځ ته کیږي، ناجائز او حرام دي.
که چېرې د ښځينه وو په دې ډول لاریونو کې کوم ډول بې حیائي او یا د شرعې خلاف کوم کار هدف وي، خو اوسنیو حالاتو ته په کتو سره دا خبره له هیچا پټه نه ده چې ښځينه د خپلو حقونو لپاره خپل غږ پورته کوي، نارې وهي یا د کرکې څرګندونې لپاره د خپلو هغو غړیو ښکاره کول، لازمي وي، چې له عذره پرته یې څرګندول شریعت حرام کړي دي او ښځينه هغه له پښو نه لاندې کوي، بلکې د داسې غونډو او لاریونونو په اساس د دیني یا دنیاوي حقوقو ترلاسه کولو هدف وي، نو په هغه کې څه ګنجایش شته. «۲»
۱ ــ سورة البقرة (۲۳۸) آیت او سورة النساء (۳۲) آيت.
۲ ــ سنن أبي داؤد کتاب النکاح (۱/۲۹۲) او فتاوی حقانیة (۲/۳۵۸)
د ښځو اوږده اوږده نوکان ساتل
سپېڅلي شریعت د نوکانو غوڅول، د فطرت له کارونو (امورو) څخه ګڼلي او د هغو لپاره یې ورځ هم ټاکلې، یعنې اونۍ کې یو ځل پرې کول یې مستحب او له پينځلسو ورځو وروسته جائز او له څلوېښتو اخوا؛ مکروه دي، چې انسان پرې ګناهګاریږي. په دې اساس د ښځو او سړيو لپاره د فیشن (ډول او سینګار) په توګه اوږده نوکان ساتل مکروه دي. «۱»
۱ ــ الدر المختار، کتاب الحظر والاباحة، فصل فی النظر والمس (۵/۱۸۷) او الفتاوی الهندیة (۵/۳۵۷)
د ښځينه مال چې د نصاب په اندازه وي؛ زکات پرې واجب دی
سپېڅلي شریعت د زکات په اړه اصول ټاکلي دي چې د چا ملکیت د نصاب په اندازه مال وي؛ هغه که نقد یا ګاڼه وي او یا سرو او سپينو زرو په شکل کې وي او یا هم د سوداګري مال وي او د تجارت له ماله هغه شیان مراد دي، چې د سوداګري په نیت یې اخیستي وي، چې په هغه کې د زمکې ټوټه او نور هم راځي.
په دې اساس، نن سبا چې کومې ښځې سوداګري کوي او د نصاب اندازې مال څښتنه شي، پر هغې زکات ورکول واجب دي. که چېرې د هغې خاوند تبرُعاً (د بخشش په توګه) د دې له اړخه زکات ورکړي یا یې ښځينه ترې واخلي او اداء یې کړيو یا هغه خرڅ (لګښت) چې د هغې خاوند یې دې ته ورکوي، له هغه څخه یې ورکړي، نو دا جائز دی. او که هیڅ هم ونشي، بیا د دې ښځې له ګاڼې، سرو زرو، زمکې او نورو څخه زکات ورکول، لازم دي. «۱»
۱ ــ الدرالمختار مع ردالمحتار کتاب الزکاة (۲/۲۵۸) او تبیین الحقائق، کتاب الزکاة (۲/۸۲)
د سرو زرو پر غاښ او پوزه باندې د زکات حکم
په ځينو حالاتو کې د ځانګړي مصلحت له مخې د سرو زرو او سپينو زرو مصنوعي غړي کاریږي، لکه: پوزه، غاښ او د تشو غاښونو له زرو ډکول. د سرو زرو په تارونو سره د غاښونو پوښلو او نورو همدا حکم دی. که هغه په اسانۍ سره وېستل کیږي، نو په هغه باندې زکات واجب شو؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په ګاڼې باندې زکات واجب کړی دی. خو که چېرې په اساسنۍ نه وېستل کېده، بلکې په مستقل ډول لګول او د انسان د بدن د یو غړي په څېر شوې وي، چې بېلول یې ناشوني او د هغه له اساسي اړتیاوو څخه شمېرل کېده، نو په دې شیانو کې زکات نشته. «۱»
۱ ــ ردالمحتار علی الدرالمختار، کتاب الزکاة (۲/۲۶۶) وأیضا ذکر فی امداد الفتاوی، کتاب الزکاة والصدقة (۲/۷۸).
د ختیځو هېوادونو د حاجیانو لپاره د احرام تړلو ځای (میقات)
نن سبا له ختیځو هېوادونو څخه حج ته د تلونکو کسانو لپاره دوې لارې دي؛ یوه هوايي او بله بحري. د الوتکو لاره عموماً پر وچه باندې ده، چې نېغه قرن المنازل دی. الوتکې په دواړو (قرن المنازل او ذات العرق) باندې تیریږي. له تېرېدو مخکې احرام تړل لازم او واجب دي. په هوايي سفر (الوتکو) کې د قرن المنازل معلومول هم ناشوني دي، چې څه وخت او کله الوتکه پر قرن المنازل باندې تیریږي، نو د افغانستان، پاکستان، هندوستان او نور هېوادونه حاجیان د احتیاط له مخې په الوتکه کې له سپرېدو وړاندې احرام وتړي. که چېرې له احرامه پرته د قرن المنازل په برابر الوتکه تېره شوه، بیا جدې ته ورسېده، احرام یې وتاړه، له احرامه پرته له میقاته تېرېدلو باندې هرومرو ګناهګار شو؛ خو (دم) نه واجبیږي، ځکه چې هغه د دویم میقات ته ووت اول ه هغه ځایه یې احرام وتاړه. «۱»
۱ ــ الفتاوی الهندیة، الباب الثاني فی المواقیت (۱/۲۲۱) ، بدائع الصنائع فصل وأما بیان مکان الاحرام (۳/۱۵۹ ــ ۱۶۳) او له فتاوي عثماني (۲/۲۱۰) کتاب الحج نه اخیستل شوی.
په سمندري کښتۍ کې تلونکي حاجیان به له کومه ځایه احرام تړي؟
حج ته د تللو دويمه لاره سمندر (بحر) دی. ډېری علماء د هند د خلکو لپاره له (یلملم) څخه احرام تړل لازم بولي. له میقات څخه له احرام پرته تېرېدل، د حاجي په حق کې جنایت دی، چې له امله یې (دم) واجبیږي. «۱» یعنې یوه وزه به قرباني کوي او دا قرباني به په هندوستان کې نه کوي، بلکې پیسې به یوه کس ته ورکوي، څو هغه په حرم کې دا قرباني وکړي او دا احوطه مسئله ده. «۲» که څه هم ځينې علماء د دې منونکي دي، چې جدې ته له رسېدو وروسته هم د احرام تړلو ګنجایش شته؛ ځکه چې له هندوستان او نورو ختیځو هېوادونوړ څخه د تللو پر مهال (یلملم) مخې ته راځي او نه د هغه (یلملم) برابرتیا راځي.
مفتي محمد شفیع رحمه الله تعالی د دې مسئلې په اړه لیکي: په دې کې د علماؤ کرامو ختلاف دی. نو خلکو ته پکار ده چې احتیاطاً په سمندري کښتۍ کې له (یلملمه) احرام وتړي؛ ځکه د تصریح مطابق د فقهاؤ د اختلاف په ځای، د احتیاط لوری خپلول غوره دي. «۳»
۱ ــ بدائع الصنائع (۳/۱۶۴)
۲ ــ الفقه الااسلامي وأدلته، خامسا: مکان ذبح الهدي وزمانه (۳/۲۳۶۸)
۳ ــ جواهر الفقه، کتاب الحج، الیواقیت فی أحککام المواقیت (۴/۵۴) او فتاوی محمودیة، باب المواقیت (۱۰/۳۷۵)

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *