افغانستان

د کابل او یو شمېر ولایتونو برېښنا بېرته ونښلول شوه

برېښنا شرکت وايي، د تخنیکي ټیمونو په هلو ځلو یې د پلخمري-کابل تر منځ مسیر کې د ۲۲۰ کیلو ولټه وارداتي برېښنا مزي او پلخمري سب سټېشن تخنیکي ستونزه په بشپړ ډول حل او په نورمال ډول ونښلول شول. د یاد شرکت په وینا؛ د دې مزو په نښلولو د کابل او اړوند ولایتونو وارداتي برېښنا بهیر بېرته عادي حالت ته را وګرځېد. وړمه ورځ د ۲۲۰ کیلوولټ وارداتي برېښنا د پُلخمري – کابل ترمنځ مسیر مزي او پُلخمري سب سټېشن کې د تخنیکي ستونزو له امله پرچاو شوې وه چې په پایله کې پر کابل او اړوند مسیر ځینو نورو ولایتونو باندې وارداتي برېښنا پرې شوې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *