افغانستان

د کابل – جلال آباد پر لويه لاره د نظر آباد پُل په اساسي توګه ورغول شو

د کابل - جلال آباد پر لويې لارې د نظر آباد پُل چې د وروستيو سېلابونو له امله ويجاړ شوی و د ملي دفاع وزارت سرپرست

د کابل – جلال آباد پر لويې لارې د نظر آباد پُل چې د وروستيو سېلابونو له امله ويجاړ شوی و د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد يعقوب مجاهد په امر او د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو د رهبرۍ تر نظارت لاندې د قول اردو د انجنيري مديريت او کنډک په امکاناتو تر بیا رغولو وروسته د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغه مراسمو کې د قول اردو مرستیال مولوي محمد نظامي وویل، چې د ياد پُل چارې د دوه مياشتو په موده کې د مسلکي انجنيرانو له لوري ترسره شوې، چې لګښت يې د ملي دفاع وزارت د سرپرست مولوي محمد يعقوب مجاهد له لوري ورکړل شوی دي.
په پای کې د قول اردو وياند زياته کړه، چې د قول اردو ټول مشران ، مسوولين او مجاهدين شپه او ورځ د ډاډمن امنيت رامنځته کولو سربېره خپل توان سره سم د هېواد د پرمختګ او آبادۍ لپاره هم ګړندي ګامونه اخلي او له ولسونو څخه يې وغوښتل، چې د اسلامي ملي اردو ترڅنګ دې ودرېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *