افغانستاناقتصاد او رغونه

د کابل – میدان وردګو سړک د بـیارغونې چــارې پيــل شوې

ټولگټو چارو وزارت له کابل تر میدان وردگو لويې لارې، د ۲۷ کیلومتره سړک د بیارغولو چارې له ارغندۍ چوک څخه تر دراني بازار پورې په دوه برخو کې پيل کړې دي. دغه وزارت د ترافیکو د گڼې گوڼې د مخنیوي او د پروژې د ښه تطبیق په موخه د بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو له چلوونکو څخه غوښتنه کړې چې د دغې پروژې د کار تر بشپړېدو پورې د ميدان وردگو له تنگي لارې کابل او نورو ولایتونو ته تگ راتگ وکړي. دغه وزارت ویلي، چې پر دغه لاره کوچنیو مسافر وړونکو موټرو لپاره بدیل مسیر آماده شوی او مسافر کولی شي له دې یادې لارې څخه تګ راتګ وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *