افغانستان

د کابل والي د حوزو مسوولینو ته: د کابل ښار امنیت ټینګولو کې پوره اخلاص وکړئ

شریعت: د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د یاد ولایت ۲۱ حوزو مسؤلینو سره په خپل کاري

شریعت: د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د یاد ولایت ۲۱ حوزو مسؤلینو سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه. په یاده لیدنه کې په امنیتي موضوعاتو بحث وشو. محترم والي له حوزو مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه چې په پوره رښتینولۍ سره دکابل د ښار امنیت ټینګ کړئ. والي صاحب د واکمن اسلامي نظام دریځ په هکله وویل: اسلامي امارت په خپل ولس مهربانه دی او د هېواد د هرې برخې ولسونو ته بې توپيره يو شان خدمتونه وړاندې کوي. راغلو مسوولینو د کابل والي سره په لیدنې خوشحالي څرګنده کړه او د والي صاحب د غوښتنو پوره کولو ډاډ یې وړاندې کړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *