افغانستان

د کابل ښار رحمن مېنه زرغونيږي

د اتمې ناحیې اړوند د رحمن مېنې د (E) برخې د زرغونې سیمې جوړولو چارې، د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني له لوري په داسې حال کې، چې د سیمې مشرانو او اوسېدونکو یې ملتیا کوله، د پټۍ په پرېکولو سره پیل شوې.

په یادو مراسمو کې د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال له خلکو وغوښتل، چې د ۸مې ناحیې په اړوند سیمو کې د نویو پیل شویو او پیل کېدونکو پروژو په پلي کېدو کې مرسته وکړي.

نوموړي د دې پروژې له پیل کېدو خوښي وښوده او ویې ویل چې، مخکې له دې سیمې څخه یو شمېر فرصت غوښتونکو او سرغړونکو.ته کوله، چې له بېرته راګرځولو وروسته یې د زرغونتیا په اړه اقدام وشو.

سجستاني د یادې سیمې اصلي مالکان خپله د سیمې اوسېدونکي وبلل او له دوی یې وغوښتل چې، د زرغونو سیمو ساتنې ته پام وکړي.

ورته مهال د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري او د زرغونتیا ریاست مرستیال سراج الدین پټان ژمنه وکړه، چې ښاریانو ته د ښکلا او زرغونتیا رامنځته کولو په موخه به، د ۶۹۱۵ متر مربع په مساحت سره سیمه د ۵ میلیونه ۱۸۹ زره او ۴۶۹ افغانیو په لګښت، د ۸ میاشتو په موده کې د انګړ، پلو لارو، اودس ځای، لوبغالي، څوکیو، نیالګیو کینولو او چمن کرلو په ګډون، په یوه ښایسته او زرغونه سیمه بدله شي.

د یادونې وړ ده چې، د یادې سیمې ته څېرمه، مخکې د سیمې د اوسېدونکو له لوري یو جومات جوړ شوی دی، چې د زرغونې سیمې په جوړېدو سره به د یاد جومات ښکلا نوره هم ډېره شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *