کاغذ

د کانونو او پټرولیم وزارت شاوخوا ۹۰ کیلو ګرامه یاقوت لیلاموي 

شریعت: د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې شاوخوا ۹۰ کیلو ګرامه یاقوت داوطلبۍ ته وړاندې کړي.

شریعت: د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې شاوخوا ۹۰ کیلو ګرامه یاقوت داوطلبۍ ته وړاندې کړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې په شرایطو برابرو سوداګرو څخه غوښتي، چې په دغه داوطلبۍ کې ګډون وکړي او خپل غوښتنلیکونه د ۱۰ کاري ورځو په اوږدو کې د کانونو او پټرولیم وزارت د کاډستر تنظیم عمومي ریاست ته وسپاري.

په خبرپاڼه کې دغه راز زیاته شوې، چې د معاملو قسمي  ترسره کول مجاز نه دي او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالې سره په ټاکلې موده بانک ته تحويل کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *