افغانستاناقتصاد او رغونه

د کانونو وزارت د ټاپي پروژې د کار پیل لپاره بشپړ چمتووالی لرو

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې د ټاپي پروژې د کار پیل لپاره بشپړ چمتووالی لري. د دغه وزارت ویاند د ټاپي پروژې په غړو هېوادونو کې شته ننګونې د دغې پروژې په کار کې د ځنډ بنسټيز لامل بولي.نوموړی زیاتوي، چې په ټاپي پروژه کې امنیتي، تخنیکي او حقوقي مسایل حل شوي دي. تر دې وړاندې د اسلامي امارت چارواکو او په کابل کې د پاکستان مخکیني سفیر په ۲۰۲۲ کال کې د دې پروژې د عملي کار د پېلېدو خبر ورکړی و. تر دې وړاندې د روسیې ۲۴ ټلوېزیون رپوټ ورکړی چې مسکو هم د ټاپي په پروژه کې ګډون ته لېوال دی. د ټاپي پروژه له ترکمنستان پېل او د افغانستان او پاکستان له خاورې په تېرېدو هند ته رسېږي، چې د دې پروژې په عملي کېدو سره به زرګونه تنو ته د کار د زمینې پر برابرېدو سربېره، افغانستان په کال کې ۴۰۰ میلیون ډالره ترلاسه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *