دینې لیکنېلیکنې

د کاڼي کرښې

۱- څوک چې پر الله توکُل ولري، هغه هېڅکله هم نه نا اميده کېږي.
۲- پر هر چا باور کول صداقت نه حِماقت دی.
۳- لکه څرنګه مو چې سيرتونه او صورتونه سره متفاوت دي، داسې مو حواس او خواص هم توپير سره لري؛ ځکه خو چې کوم رنګ زه وينم هغه ته نه ويني او چې ته يې وينې نو هغه بيا زه نه وينم.
۴- قلم خپلواک دی او هېڅکله هم د زمان او مکان په قيد کې نه راځي، خو هغوی چې قيودات او شرايط ورته ږدي ، قلموال دي.
۵- استعدادونه شته خو ويده دي! نو که کار ترې اخلئ فقط راويښ يې کړئ.
۶- که په چا پسې شوې آسمان ته خېژي او که څوک درپسې شول آسمان ته خېژې؛ دا د قدرت طبيعت دی.
۷- فرصت پانګه ده او د وخت ضايع کول زيان.
۸- راز همغه دی چې ستا له خولې هم و نه وزي؛ که چېرې دويم کس پرې خبر شو، نو دغه ته بيا راز نه ويل کېږي.
۹- د نن زمانې ښه سړی هغه دی چې د هر ډولکمار ډول ته واوړي را واوړي؛ نه به چا ته (مه!) وايي او نه هم چا ته (بس!)
۱۰- موږ فقط هغه چا ته ښه سړی وايو چې ورسره جوړه مو وي او بد هم همغه بولو چې نه مو خوښېږي.
د متکبر انسان لويې نښې:
ا- متکبر انسان لاس نه درکوي؛ لاس دې غواړي.
ب- د ده په مخ کې د بل چا صفت مه کوه؛ ځکه چې خاطر يې درنېږي.
ج- فقط انتقام يې خوښ دی ، نه بښنه.
د- په هره معضله کې فقط ځان حق ګڼي او نور ټول ناحق.
ه- عقل يې ورته وايي چې ملامت يې! خو تکبر کلک تر غوږو نيولی وي.
و- تر بل هر شي پر دې ډېر خوشاله کېږي؛ چې خلک ورته محتاج وي.
ز- هېڅکله او له هېچا سره هم داسې قدم نه وهي، چې ښه غوښينه مادي ګټه يې نه وي په کې.
ح- له چا سره يې چې نه وي جوړه، هغه چې څومره ذليل ويني، دی لذت اخلي.
ط- فقط د ځان صفت يې ډېر خوښ وي، نه د نورو.
ی- که يې مشوره درنه وغوښته، نو يوازې د ده خبره به تائيدوې، صفت به يې کوې او يا خو به سکوت اختياروې؛ که دې انتقاد پرې وکړ او يا دې د ده د خوښې خلاف مشوره ورکړه، نو دښمنۍ ته يې هم ځان سموه.
ک – تهمت، بهتان، غيبت، دروغ، چل او فريب يې خوښ عملونه دي؛ ځکه خو له متکبر سره اړيکه ساتل په خپله تکبُر دی.
هو! که چېرې ستا اړيکه پر ده مثبت اثر کوي خو ښه خبره ده، ممکن اصلاح شي! مګر که داسې نه وي، نو پرېکون يې بهتر دی! ځکه چې کېدی شي د ده شېوه ستا پر اخلاقو هم منفي اثر وکړي.
۱۲- نن د هغه سړي خپلوان او ملګري ډېر وي، چې يا قدرت ولري او يا ثروت، ځکه خو محتاج خلک نه ملګري لري او نه هم خپلوان.
۱۳- له نامردو سره ملګري داسې ده لکه سړی چې د لرګيو پر زينه بام ته خېژي! پر لومړۍ پايکه پښه ږدي، دويمه مازې تر نظر تېروي، پر دريمه چپه لاس او له څلورمې د ښي لاس په واسطه مرسته وغواړي، مګر کله چې ترې اوړي نو بيا پښه پرې کېږدي او په دغه ډول بام ته وخېژي.

امین وردګ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *