مقالی اوتبصرې

د کب، دریمه د جهادي مقاومت پیلامه

سلطان محمود

له نن څخه ۴۳ کاله وړاندې د ۱۳۵۸هـ ل کال د کب په دریمه د تاریخي کابل په زړه کې د پخوانی شوروي اتحاد، د یرغلګرو ځواکونو پر وړاندې ددغه ښار مسلمانو اوسیدونکو په یوه پراخ ولسي پاڅون کې ونډه واخیسته چې د شورویانو پر ضد راپورته شوی ؤ. په دغه پاڅون کې د کابل ځوانانو، پیغلو، ولسي خلکو، د ښوونځیو زده کوونکو، د پوهنتون محصلینو او ټولو ښاریانو ګډون درلود او د الله اکبر په ویلو سره یې مړه دې وي شورویان او مړه دې وي د هغوی خلقي او پرچمي غلامان شعارونه ورکول.
د وخت دغه وحشي اشغالګرو او بې عقله ملګرو او ملاتړو یې ددغه ولسي پاڅون او قیام کوونکو د خاموشه کولو او لمنځه وړلو لپاره خپل هر ډول امکانات وکارول او په تش لاسو پاڅونوالویې بې صرفې مرمۍ ورولي خو دغه پاڅون کوونکو د تیري کوونکو په وحشیانه کړنو هیڅ پروا ونکړه او د پاڅون لمن په ډیره چټکۍ سره د کابل ښار اړونده ساحو ته وغځیدله. د کب د دریمې په تاریخي پاڅون کې د ځوانان ترڅنګ زموږ مؤمنو او غیرتي خویندو هم فعاله ونډه درلوده چې د هغوی په منځ کې د قهرمانې او اتلې خور شهیدې ناهید تاریخی کارنامه او شهادت به د افغانستان په تاریخ کې په زرینو کرښو د تل لپاره ثبت وي. په کابل کې د کب د دریمې ولسي پاڅون په ټول هېواد کې د شورویانو پر خلاف وسه لوال قیام ته لارهواره کړه او له دغه قیام څخه په الهام اخیستو د شورویانو او د هغوی د بې دینه مزدورانو خلقیانو او پرچمیانو پر خلاف په ټول هېواد کې سرتاسري پاڅونونه پیل شول چې بالاخره د شورویانو پر خلاف د افغانانو ملي قیام د ۱۴ پیړۍ معجزه وبلل شوه او په پایله کې یې د شوروی اتحاد امپراطوري ړنګه او د سورښامار داړې یې ورماتي کړي، نن موږ په خپل هېواد کې دغه تاریخي ورځ په داسي حال کې لمانځو چې له هغې څخه راوروسته د نړۍ د یو بل فرعوني ځواک د ماتولو ویاړ موهم تر لاسه کړ چې په سر کې یې امریکا او د ناټو غړو هېوادونو ګډون درلود. د افغان مجاهدینو د شل کلنې اوږدې مبارزې او مجاهدي په پایله کې افغان غازیانو پخپل متین هوډ او مظبوطې عقیدې په درلودلو د الله(ج) په خاصه لورینه او الهي نصرت سره یرغلګرو ته داسي ماته ورکړه چې راتلونکي نسلونه به یې په کارنامو فخر کوي البته توپیر په دې کې ؤ چې د شورویانو په خلاف ټولې نړۍ د افغان مجاهدینو د جهاد ملاتړ کاوه او ددې ترڅنګ یې ورسره سیاسي او نظامي مرسته هم کوله او د امریکایانو په یرغل کې ټوله نړۍ د افغان مجاهدینو په خلاف ولاړه وه، نړیوال څه چې پروني ځیني هغه سست عنصره اشخاص چې ځان یې د شورویانو پرخلاف د جهادي صف لومړی درجه متعهد مبارزین معرفي کول نن له بده مرغه د صلیبي اشغالګرو د مدافعینو په لومړی قطار کې ولاړدي او د خپل مسلمان ولس خلاف امریکایانو ته د هغوی د ځپلو او لمنځه وړلو مشورې ورکوي. پرون که دوه قطبي نړۍ په شورویانو باندې د افغان مجاهدینو بریا د شلمې پیړۍ معجزه بلله خو نن په یو قطبي نړۍ کې په مغرور امریکایانو او د هغوی په ائتلافیانو باندې د افغان مجاهد ملت برلاسی د یوویشتمې پیړۍ بله داسې حیرانوونکې معجزه ده چې د باطل د پلویانو او د شیطان د لښکرو پلویانو له ټول انکار سره سره د هغوی ټول فوځي او سیاسي ماهرین ورباندې په زعرده اعتراف کوي. د حوت(کب) د دریمې د شهیدانو کارنامې دې ژوندۍ او مبارکې ارواح ګاني دې خوښې وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *