تاریخ او جغرافیه

د کب درېیمه؛ د کابلیانو سپېڅلی پاڅون

میا هدایت الله محمدي
نن د کب درېیمه ده، دا ورځ لکه د نورو ورځو په شان د افغانستان په تاریخ کې د میړانې یو زرین باب لري.
په دې ورځ کابل میشتو غیرتي خلکو د وخت د یرغلګرو عسکرو په مقابل کې خپلې سینې سپر کړې وې او د کابل ښار او کوڅې یې د الله اکبر په زمزمو ولړزولې، دغو سپېڅلو زمزمو او حرکتونو د وخت یرغلګر او په کابل کې د دوی لخوا د واک په کدۍ ناست ظالم حکمران له سختې ویرې او هیبت سره مخ کړل او داسې انګېرنه یې وکړه چې ګواکې د دوی د نظام پر ضد کودتا وشوه؛ ځکه پاڅون کوونکو د کابل ښار ځینې سیمې ونیولې او په لارو کوڅو کې یې د الله اکبر نعرې وهلې.
کله چې یرغلګرو عسکرو او د دوی لاسپوڅو دغه حالات ولیدل؛ نو سمدستي یې د پاڅون کوونکو په وژلو او ربړولو لاس پورې کړ او شاوخوا اته زره ښار میشتي کابلیانو یې شهیدان او ټپیان کړل.
خدای جل جلاله دې د دوی شهادتونه قبول او درجات لوړ کړي.
شاعر وایي چې:
نه کلونه د غلام په غلامۍ کې
نه ساعت د ازادۍ که ځنکدن وي
د دې ورځو یادونه او نمانځنه پر موږ لازمه ده او دا ورځ زموږ د درنو او میړنیو ولسونو سربیره د ځوان نسل له پاره د بیدارۍ، غیرت، ننګ او سرښندنې لارښوونه کوي.
همدارنګه دا ورځ موږ ته د ویاړونو تر څنګ په خپلو خلکو او خاوره د ننګ او سرښندنې درس راکوي، په دې سپېڅلې خاوره چې چا یرغل کړی د سخت غبرګون سره مخ شوي دي او بالاخره شرمنده تښتېدلي دي. ښار میشتي خلک نسبت کلیوالو خلک ته خورا نرم مزاجه، له جګړو او جنجالونو لرې باسهولته ژوند خوښوي او دا منل شوې خبره ده چې ښار مشتي وګړي هېڅکله د جنګ طرفداره نه وي؛ خو د روسانو پر ضد د کابلیانو له دغه سپېڅلي پاڅون څخه دا جوتیږي چې د دې خاورې هر وګړی، هغه که ښار میشتی دی، یا کلیوال، هغه که لوستی دی یا نالوستی، هغه که وړوکی دی یا غټ، هغه که نر دی یا ښځه، د پردیو یرغل نه مني او چې څومره یې وس وي د یرغلګرو په مقابل کې ودریږي، پورته کیږي او جنګیږي.
زموږ حکومت، زموږ علماء، مشران، فرهنګیان، د علم، قلم، نظر او بصیرت خاوندان باید د کابلیانو د دغه سپېڅلي پاڅون او سرښندنې حماسې او اتلولۍ خپلو راتلونکو نسلونو ته انتقال کړي او پرېنږدي چې دا ډول ویاړمنې ورځې زموږ له ذهنونو او فکرونو ووځي، بلکې په شاندارو مراسمو دې ونمانځي او د تلپاتې یاد په څېر دې ترې یادونه وشي.
د افغانان دښمنان اوس لاره ورکه کړې ده او لار ورکي بیا لکه اوبه وړي، هرې خوا ته لاس او پښې اچوي، ترڅو له هلاکت څخه وژغول شي؛ نو دښمن اوس د الله جل جلاله په مرسته او فضل په سیاسي او نظامي ډګرونو کې کلک مات شوی دی، هېڅ د پورته کېدو توان نه لري؛ خو اوس هڅه کوي چې زموږ د ځوان نسل له ذهنونو څخه د خپلو پلرونو او مشرانو تاریخي حماسې هیرې کړي او ځوان نسل د تمبلۍ، د بل د اوږو بار، په نشه یی توګو روږدی او طفیلی اموخته کړي، چې دا هم لکه وژونکي وبا زموږ روح او روان دواړه تباه کوي او هم مو د پردیو تر اغیز لاندې راولي؛ نو باید ځوان نسل بیدار واوسي او د دښمن د مکر او فریب تر اغیز لاندې رانه شي.
په پای کې دې الله جل جلاله د ۱۳۵۸ کال د کب د درېیمې د پاڅون کوونکو په شمول د ټولو ازادي غوښتونکو او د اسلامي نظام ارمانجنو شهیدانو شهادتونو قبول کړي، درجات دې لوړ کړي او دا ورځ دې د دوي د تلپاتې یاد په څېر ژوندۍ او ښاده وي!
د یوه پرمختللي او سوکاله افغانستان په هیله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *