لیکنېمقالی اوتبصرې

د کب څلورویشتمه د هراتي مسلمانانو پاڅون !

د اسلام ځلانده تاریخ له زرینو اصولو څخه ډک دی، د ژوند په هر ډګر کې قوانین او اصول لري، د جنګ تګلاره یې څرګنده ده او د سولې کولو کړنلاره یې هم د لمر په څېر روښانه ده. اسلام مجاهدین د ماشومانو، ښځو، زړو او کافرو عابدانو چې په خپلو عبادتخونو کې په عبادت مصروف وي؛ له وژلو ایسار کړي، خو اوسنیو کافرانو او پخوانیو هیڅکله د جنګ او سولې اصول نه دي مراعت کړي؛ بلکې تل یې له پښو لاندې کړي دي.مقدوني سکندر هم زموږ ډېر هېوادوال ووژل د افغانانو د ټولوژنې هوډ یې وکړ؛ خو خپل استاذ یې ایسار کړ. اما کله چې د ګوبي دښتې وحشي چنګیز خان له خپل ټاټوبي مغلستان را ووت او په تاړاکونو یې لاس پورې کړ، د محمد خوارزمشاه تر واک لاندې ښارونه یې ونیول، بیا زموږ هېواد ته راغی او په قتل، غارت، وژنو او چور چپاول یې شروع وکړه. لنډه دا چې هر ښار یې نیولو نو هغه یې چور کولو، کله چې د غلغلې ښار ته ورسېده، هلته افغانانو مقاومت وکړ، تر دې چې د چنګیز لمسی (توموجن) د چغتايې زوی د غیورو افغانانو په لاس ووژل شو، نو وحشي پاچا له ډيرې غوسې د ټولوژنې امر وکړ، د هغې سیمې ټول وګړي یې له تېغه تېر کړل او بیا یې خپلو عسکرو ته وویل چې: حیوانات هم ووژنئ، چې هغو سړيخورو هماغسې وکړل.انګریزانو هم درې ځله زموږ پر هېواد نظامي یرغلونه کړي، هغوی هم د افغانانو په وژنه صرفه نه ده کړې، ډیر افغانان یې په شهادت رسولي دي، د اثبات له پاره د دوی د (۲۱مې) پېړۍ شهزاده هري یادولی شو. هو! د ډاروین له خېلخانې وروسته د مارکس، لینن او ستالین بچو په ۷/۲/۱۳۵۷ هـ.ش کال افغانستان کې کودتا وکړه، د افغانانو په وژلو، بندیانولو او تري تم کولو یې شروع وکړه، چې د مسلمانو هېوادوالو له خوا هم د پوهو علماؤ په فتوی سره ټول هېواد کې جهاد پیل شو او افغانانو د مبارزې ډګرونو او سنګرونو ته ودانګل، چې په دې سره یې د کمونست رژیم حوصله تنګه کړه. د ۱۳۵۷ هـ.ش د کب په دوهمه لسیزه کې د هرات مسلمانانو لومړی په غوریان او زنده جان ولسوالیو کې پاڅون وکړ چې وروسته نورو ولسوالیو ته هم وغځېده.هراتي مجاهدینو د کمونست رژیم خلاف پاڅون عام کړ، د کب په ۲۴مه د هرات مرکز ته ورسېده او له کمونستانو څخه د کرکې او نفرت لوی سیلاب ترې جوړ شو. ناولي کمونست حکومت هم غلی نشو، زمکني او هوايي بریدونه یې پيل کړل؛ خو برعکس پاڅونوال مجاهدین تش لاسي وو، هیڅ ډول وسله ورسره نه وه، بس د الهي نصرت په هیله را وتلي وو.د هورا نارو وهونکو او د کور، کالي ډوډۍ شعار ورکوونکو په تش لاسو مبارزینو باندې هوايي بریدونه تر پخوا ډیر کړل، خو مجاهدو مسلمانانو هم په ژوند له مبارزې لاس وانخیست، د الله اکبر نعرې تر هسکه ورسېدلې. د هرات خلک هم له مبارزینو سره یوځای شول او له څلورو واړو دروازو د هرات مرکز ته ورننوتل. د ښار ځینې سیمې یې ونیولې، بلخوا په ولسوالیو کې هم مبارزین په زیاتېدو شول، د هغه وخت والي نظیف الله نهضت او د ۱۷مې فرقې قوماندان سید مکرم د روسي جنرال ویسلوویچ تر قوماندې لاندې تصمیم ونیو، څو د مجاهدو مبارزینو د پرمختګ او زیاتېدو مخنیوی وکړي، نو په دې ورځ د پاڅونوالو مبارزینو پر لوري د کمونست رژیم بړیڅي واستول شول، چې په ترڅ کې یې ډېر مبارز هېوادوال په شهادت ورسېدل او د هرات رادیو د پاڅونوالو د ماتې خبرونه خپاره کړل. د حوت په ۲۶مې نېټې د ۱۷مې فرقې ډير افسران له مجاهدینو سره یوځای شول، دوی د یادې فرقې تحویلخانې د مجاهدینو له پاره خلاصې کړې، زیاته وسله او مهمات یې هغوی ته وسپارل، چې په دې سره مبارزه وسله واله شوه. د پاڅونوالو له خوا په ښار کې شبنامې خپرې شوې، له خلکو وغوښتل شول چې پاڅونوالو سره مرسته وکړي، نو یاده فرقه په بشپړ ډول د مبارزینو تر کنترول لاندې راغله.درې ورځې پرله پسې مبارزه روانه وه، له دښمن څخه لوری ورک و، نو له کندهاره تازه دم قواوې ورته راغلې، خونړۍ جګړه یې پیل کړه. د دښمن هوايي ځواک هم له شینډنډ څخه شدید بمبار کاو، چې په اساس یې ۲۵۰۰۰ هراتي مجاهدین شهیدان شول.د کب ۲۴مې پاڅون په ټول هېواد کې له ټولو ډېر شهیدان له ځان سره وړي، تر دې چې په اسیا کې یې ساری نه تر سترګو کیږي، بس یوازې د سوریې د (حماه) ټولوژنه چې د ۱۹۸۲ د فبروري په میاشت کې پېښه شوه او ۳۰۰۰۰ کسان پکې ووژل شول، له دې پېښې څخه یې تلفات زیات دي.د کب ۲۴مه هر کال نمانځل کیږي، ځکه دا زموږ د حماسو ورځ ده، چې باید هر نسل ته یې کیسې ورسیږي.

ساجدالله عظمت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *