افغانستان

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر: په تېرو دوو لسیزو کې د کرنې برخې ته لازمه توجه نه ده شوې

شریعت: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري جوزجان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره د کتنې پر مهال وویل، چې د کرنې وزارت هڅه کوي، د هېواد د کرنې سکتور پیاوړی او په ځان بسیا کړي.

شریعت: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري جوزجان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره د کتنې پر مهال وویل، چې د کرنې وزارت هڅه کوي، د هېواد د کرنې سکتور پیاوړی او په ځان بسیا کړي.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د جوزجان ولايت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري وویل، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د کرنې برخه کې د پام وړ کار نه دی شوی او دې

برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې نه لرو، چې لامل یې په تېر ۲۰ کلونو کې جکړه او نا امني ده.

عمري زیاته کړه، چې په تېر یوه کال کې د کرنې وزارت د اصلاح شویو تخمونو په وېشلو او بزګرانو ته د ملاتړ په ورکولو سره د پخوا په پرتله د هېواد د کرنې د سکتور پراختیا لپاره یې خپلې ټولې هڅې کړي او اوس د هېواد نږدې ۹۵ سلنه بزګران له اصلاح شویو تخمونو څخه ګټه اخلي.

دغه راز د کرنې وزارت سرپرست د غصب شويو ځمکو د غصب د مخنيوي او بېرته راګرځولو کمېسيون ته په اشارې سره وويل، چې دغه کمېسون به د تېرو ۴۰ کلونوغصب شوې ځمکې بېرته راوګرځوي.

هغه وویل، چې  دغه وزارت ته د کرنې په برخه کې ډېری وخت سوداګر د پانګونې په موخه مراجعه کوي، خو د دولتي ځمکو د ناڅرګندتیا له امله په دې برخه کې له سوداګرو او پانګوالو سره همکاري نه شو کولای، چې له دې وروسته د غصب شویو ځمکو په بېرته راګرځولو سره سوداګرو او پانګوالو ته د کرنې برخه کې د فعالیت زمینه برابره شي.

په دغه کتنه کې د جوزجان مرستيال والي مولوي ګل محمد او د دولتي ادارو يو شمېر رئيسانو هم خپلې پوښتنې او وړانديزونه څرګند کړل او ویې ويل، چې د اماراتي ځمکو بېرته راګرځول او د هېواد د کرنې برخه کې د لا زياتې پانګونې رامنځته کول د اقتصاد د پياوړتيا په برخه کې خورا مهم دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *