افغانستان

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست: هيچا ته اجازه نه ورکوو، چې دولتي جایداد غصب کړي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاالله عمري بغلان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي مولوي سمیع الله حزب االله سره د غصب شویو دولتي جایدادانونو

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاالله عمري بغلان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي مولوي سمیع الله حزب االله سره د غصب شویو دولتي جایدادانونو د بېرته راګرځولو په اړه ناسته وکړه او ټينګار یې وکړ، چې په دغه ولایت کې به ټولې هغه دولتي ځمکې او جایدادونه چې د یو شمېر زورواکو له لوري غصب شوې وې بېرته راوګرځوي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ مولوي عطاالله عمري په دغه کتنه کې سپارښتنه وکړه، چې د غصب شویو دولتي جایدادونو د مخنیوي په برخه کې جدي دي او هېچاته به اجازه ورنه کړي چې دولتي جایدادونه غصب کړي.
د بغلان د والي ویاند ملاعلم مجیدي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د پخواني حکومت پرمهال د ځینو کارکوونکو او د وخت د چارواکو له خوا په دغه ولایت کې ۲۷۹زره ۸۴۰ جریب دولتي ځمکه غصب شوې چې د بېرته راګرځولو لپاره یې کار پیل شوی او تر دې دمه یې ۷۰۰ جریبه ځمکه بېرته راګرځول شوې او د پاتې ټولې غصب شویو ځمکو تر ژغورل کېدو به ټاکل شوې کمېټه په پوره قاطعیت کار ته دوام ورکړي .
یاده دې وي، چې په بغلان کې د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په موخه یوه کمېټه جوړه شوې، چې په پوره جدیت سره د غصب شویو جایدادونو د بېرته راګرځولو په موخه هلې ځلې کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *