ټولنه اوکلتور

د کرکټ په ډګر کې د افغانستان تاریخي بریا

راپور پامیر وطنوال
افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۳ شل اوریزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
دغه سیالي تېر جمعه ماښام د افغانستان پر وخت ۸:۳۰ دقیقې په شارجه لوبغالي کې پیل شوه، چې د لوبې پچه پاکستانۍ لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.
پاکستان لوبډلې په شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۹۲ منډې وکړې؛ ځکه هېڅ توپ وهونکی یې د افغان بالرانو په خلاف ښه ونه لوبېده.
د پاکستان لپاره په توپ وهنه کې تر ټولو زیاتې منډې جوړونکي عماد وسیم ۱۸ منډې صایم ایوب ۱۸ او طیب طاهر و چې ۱۶ ، منډې یې وکړې.
په افغان توپ اچوونکو کې د اغېزناک لوبغاړي جایزه مجیب الرحمن ته ورکړل شوه چې په ۴ اورونو کې یې ۲ لوبغاړي وسوځول او ۹ منډې یې ورکړې.
محمد نبي عېسی خېل او فضل الحق فاروقي دوه -دوه لوبغاړي؛ خو راشد خان عظمت عمرزي او نوین الحق بیا یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.
د افغانستان لپاره په توپ وهنه کې چې لوبډله یې له سختو ستونزو سره مخ کړه ابراهیم ځدران ۹ رحمن الله ګربز ۱۶ ګلبدین نایب بغیر له کومې منډې او کریم جنت ۷ منډې وکړې.
یوازیني لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل او نجیب الله ځدران و چې لوبه یې د ۱۸ اوور په ۵ بال د افغانستان په ګټه تمامه کړه.
دغه لوبه کې محمد نبي تر ټولو زیاتې ۳۸ او ځدران ۱۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د پاکستان له لوري په توپ اچونه کې احسان الله ۲، نسیم شاه او عماد وسیم یو- یو لوبغاړی وسوځاوه.
د دې لوبې تر ګټلو وروسته افغان لوبډل مشر راشد خان وویل، بالاخره وتوانېدل چې د پاکستان کرکټ لوبډلې ته په نړیوال کرکټ کې
ماتې ورکړ و.
خان زیاته کړه: «ډېر خوښ یم چې د سیریز لومړۍ لوبه مو وګټله، هدف مو همدا دی چې دا سیریز په خپل نوم کړو، او دا ویاړ خپل وطن ته وګټو.»
دواړه لوبډلې به د دې لوبلړۍ دوهمه سیالي د روانې مارچ میاشتې په ۲۶ نېټه په همدغه لوبغالي کې ترسره کړي.
له پاکستان کرکټ لوبډلې څخه د دې لوبې په ګټلو افغان لوبډله د خپلو هېوادوالو او مینه والو له لوري په ټولنیزو رسنیو کې ډېره ستایل شوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *