افغانستان

د کمپنۍ – برچي د نوي نښلوونکي سړک جوړولو چارې پیل شوې

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د استملاکي چارو له بشپړېدو وروسته د کمپنۍ – برچي تر منځ د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې پیل شوې.
یاد سړک چې له قلعه ناظر سیمې پیل او د نقاش تر حمام پورې ۲.۲ کیلو متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، پنځمه ناحیه له دیارلسمې ناحیې سره نښلوي چې په بنسټیزه توګه به د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون د روان کال تر پایه جوړ شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د ورڅېرمه سیمو ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه شي او له بل لوري به، ښاریانو ته ګڼ شمېر ټولنیزې او اقتصادي آسانتیاوې رامنځته شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *