افغانستان

د کندز د صنعت او سوداګرۍ ریاست په عوایدو کې ۴۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی

د کندز د صنعت او سوداګری ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ریاست په عوایدو کې د تېرکال په پرتله ۴۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ رييس مولوي محمد رحيم سيرت له باختر آژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د دغه ولايت د صنعت او سوداګرۍ رياست په تېر کال کې یې ۱۱۲ خصوصي شرکتونو ته نوي جوازونه او دغه راز د ٣٠٣ شرکتونو جوازونه یې نوي کړي دي.
مولوي سیرت زیاته کړه، چې د یادو جوازونو په وېش او نوي کولو سره یې ۱۱ ميليونه ۸۱۶ زره او ۳۵۰ افغانۍ عواید راټول کړي، چې په تېر کال کې دغه عواید ۵ میلیونه ۶۳۰ او ۸۰۰ افغانۍ عواید راټول کړي وو، چې د تېر کال په پرتله په کې ۴۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د يادونې وړ ده، چې په کندز کې ١٦٥ شرکتونه په بېلابېلو برخو کې فعاليت کوي، چې په يادو شرکتونو کې سلګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *