افغانستان

د کندهار اوسېدونکو د پنتاګون بې منطقه ادعاوې په کلکو ټکو وغندلې

درې ورځي وړاندي د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه وليکل: چي ځينو لوېديځو رسنيو راپورونه خپاره کړل، چي ګواکي د امريکا د دفاع وزارت يو ډاګيز سوي سند ښيي، چې افغانستان په اصطلاح د ترهګرۍ په مرکز بدل سوي، چي په خبره يې افغانان دا ادعا په کلکو ټکو ردوي. ښاغلي مجاهد دغه راز ليکلي: افغانستان د سيمي په کچه په يو امن هيواد بدل سوي او د سږ کال کوچني اختر يې ترټولو ښه بېلګه ده، چي له نېکه مرغه په ټول هيواد کي هيڅ امنيتي پېښه نده سوې او په سياسي او ډيپلوماټيکه برخه کي هم له نړيوالو سره د مسلسلو پرمختګونو او تعامل شاهدان يو.په کندهار کي هم عام خلګ د آمريکا د دفاع وزارت دا ادعاوي بې بنسټه، درواغ او ناکامه هڅه بولي. دوي وايي؛ ټوله نړۍ بايد اوس په دې پوه سي چي د افغانانو او له افغانستان سره د ښو اړيکو لرونکو هيوادونو عامه ذهنيت په دا ډول ناکامه هڅو نه خطاايستل کيږي. دوي د اوسني اسلامي نظام څخه خوښ او کلک ملاتړ ورڅخه ښيي.په ياد غبرګون کي ښاغلي ذبيح الله مجاهد ليکلي: دا چي د اسلامي امارت له تعهداتو او عملي اقداماتو سره ـ سره بيا هم افغانستان نړۍ ته خطر معرفي کيږي او ددې پرځاي چي دلته د موجود امن، ثبات او اسلامي امارت د مثبتو پيغامونو هرکلي وسي، دا ډول مغرضانه راپورونه د دې ښکارندوي دي، چې په امريکا کي ځيني کړۍ لا هم د افغانستان له خلګو سره له مخالفت او دښمنۍ څخه نه دي لاس په سر سوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *