افغانستانکاغذ

د کندهار او انسټو پوهنتونونو څخه ۱۶۹۰ محصلین فارغ شول

د کندهار پوهنتون څخه ۱۳۶۰ او د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون «انسټو» څخه بیا ۳۳۰ محصلین له بېلابیلو پوهنځیو څخه فارغ شول او د یکشنبې په ورځ ئې د فراغت مراسم د کندهار تاج محل صالون کي نیول شوي وه، چي مراسمو کي د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شیخ‌الحدیث والتفسیر مولوي نداء‌محمد ندیم صاحب، د لوړو زده‌کړو مالي او اداري مرستیال حافظ مولوي حامد حسیب، د کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیات‌الله مبارک، د کندهار پوهنتون رئیس اکرم شاه ارغستاني، علماوو، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو اُستادانو، محصلینو او په سلګونه عام خلګو ګډون کړی وو.
غونډې ته په وینا کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ‌الحدیث والتفسیر مولوي نداء‌محمد ندیم وویل، چي ډېر خوشاله يم، چي د خپلو ځوانانو په ځانګړي ډول د لوستو ځوانانو په منځ کي ګډون لرم.
هغه زیاته کړه: “ تاسو ټولو ته مبارکي وایم، اوږد سفر مو پای ته ورساوو، مخکي مو مسؤلیت دا وو، چي وړتیاوي ډېري کړی، اوس چي فارغ سولاست، مسؤلیت مو دا دئ، د ملت سرمایه چي در باندي مصرف سوې، د ملت خادمان کېږئ به او خدمت به ورته کوئ. نظام خپل مسؤلیت ادا کړ، ژمنه کوم، چي د کار زمینه به درته برابروو، د وزیرانو په شورا کي ستاسو په ګډون د ټول هیواد له پوهنتونونو څخه د فارغ شویو محصلینو لپاره د کار د پیدا کولو موضوع وړاندي کوم.”
ښاغلي نديم د خپلو خبرو په دوام وویل، دا چي فزیکي جګړه ختمه شوه، نو اوس د کفارو فکري جګړه روانه ده، کفار زموږ اسلامي اوامر او نور مهم اړخونه، چي اوس عملي کیږي، د رسنیو له لاري تخریب کوي او غواړي، چي افغانان بیا په جګړه کي سره واچوي، ځوانان باید ډېر ورته متوجه وي. فارغین دي خپل افکار وساتي، د نظام ملاتړ دي وکړي، او دا ستاسو مسئولیت دئ، موږ مو تر شاه ولاړ یو، تعلیمي نصاب چي ډېر پخوانی دئ، باید نوی سي، په نوي کال کي به په نوي نصاب کي ډېر تغیر راغلی وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *