افغانستان

د کندهار د صنایعو او کانونو خونې لپاره نوې ودانۍ جوړيږي

د ښوراندام صنعتي پارک په شمالي برخه کې د کندهار والي حاجي محمد یوسف وفا له لوري د کندهار د صنایعو او کانونو خونې لپاره د نوې ودانۍ د رغولو چاري رسماً د پټۍ په پرېکولو سره پيل کړې.

د ښوراندام صنعتي پارک په شمالي برخه کې د کندهار والي حاجي محمد یوسف وفا له لوري د کندهار د صنایعو او کانونو خونې لپاره د نوې ودانۍ د رغولو چاري رسماً د پټۍ په پرېکولو سره پيل کړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د کندهار د صنایعو او کانونو خوني رئیس سیدسرور آغا اماني د کندهار له والي مننه وکړه، چې د صنعت پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه لري او د هر ډول اسانتیاوو برابرولو ترڅنګ یې شته ستونزې هم له منځه وړې دي.
ورپسې د ملګرو ملتونو اړوند د بشري مېشتېدني ادارې« Habitat» ولایتي استازي سید نادرشاه زغم وویل، چې دا ودانۍ د بشري مېشتېدني ادارې له لوري پر ۱۵۲ متره مځکه په دوه پوړو کې جوړېږي، چې ٤٣ زره ٣٥٢ امریکايي ډالره لګښت پرې راځي، چې چارې به یې د ٣ میاشتو په موده کې بشپړې شي.
وروستیو کې د کندهار والي د ملګرو ملتونو اړوند د بشري مېشتېدني ادارې له مسئولینو د مننې ترڅنګ وویل، چې د دغې ودانۍ په جوړېدو سره به د صنایعو خونو شته ستونزې حل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *