اقتصاد او رغونه

د کندهار ګمرک عوايد د تېر کال په پرتله ۹۰ سلنه زيات شوي دي

شریعت: د روان کال په لسو میاشتو کې د کندهار له ګمرک څخه د ۱۱ میلیارډه او ۳۲۴ میلیونه افغانیو راټولی شوي دي.
مالیې وزارت تېره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو وویل: چې د ١٤٠١ مالي کال په لومړيو لسو مياشتو کې، د کندهار ولايت له ګمرک څخه ۱۱ ميليارډه او ۳۲۴ میلیونه افغانۍ عوايد راټول شوي دي چې د تېر کال په پرتله «۹۰» سلنه زياتوالى ښيي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د ١٤٠٠ مالي کال په لسو مياشتو کې، له کندهار ګمرک څخه، پنځه ميليارډه او ۹۵۹ ميليونه افغانۍ عواید راټول شوي وو. غوره مدیریت، له اداري فساد سره کلکه مبارزه، د ژمنو او مسلکي کسانو ګومارنه او سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرول، د یاد ګمرک د عوایدو د زیاتوالي لاملونه ویل شوي دي. تر دې وړاندې هم مالیې وزارت، ننګرهار ولایت د ګمرک په عوایدو کې د ۸۲ سلنې او د هرات ولایت د ګمرک په عوایدو کې د ۶۸ سلنې زیاتوالی خبر ورکړی و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *