افغانستان

د کندهار ګمرک کې د لوړ تناژ یوه ډیجیټل تله نصب شوه

شریعت: د کندهار په ګمرک کې د ۲.۵ میلیونو افغانیو په لګښت د لوړ ټناژ ډیجیټل تله نصب او پرانیستل شوه.
د دغه ګمرک ریاست ویاند خلیل الرحمان وردګ وویل، چې د کندهار په محصولي ګمرک کې سوداګرو ته د چټکتیا او آسانتیاوو برابرولو او د عوایدو د خوندیتوب په موخه د ۲.۵ میلیونو افغانیو په لګښت د لوړ ټناژ ډیجیټل تله نصب شوه.
وردګ زیاته کړه، چې د کندهار ګمرک ریاست د سپین بولدک ولسوالۍ په سرحدي ګمرک کې یې د لوړ ټناژ درې ډیجیټل تلې نصب کړې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *