افغانستان

د کورنیو چارو وزارت بیلا بیلو ولایتونو کې ۱۰ لس زره معتادین راټول کړي

شریعت: تیره شپه د کابل امنیه قومانداني ویاند خالد ځدراڼ په ګډون یو شمیر مسؤلینو د کابل پل سخته لاندي

شریعت: تیره شپه د کابل امنیه قومانداني ویاند خالد ځدراڼ په ګډون یو شمیر مسؤلینو د کابل پل سخته لاندي معتادین د درملني په پار راټول کړی.
بل لورته پرون د دوشنبي په ورځ وروسته له غرمي د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وویل چې دوي په کابل، هرات او ځینو نورو ولایتونو کې په زرګونو معتادین راټول کړی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند په یو ویډیوي پیغام کې څرګنده کړه چې دوئ، د دغه وزارت د مخدره موادو سره د مبارزې معینیت یو کمپاین پیل کړی چي د یخنی موسم ته په کتو په یاد کمپاین کې ۱۰ لس زره معتادین راټول کړي دي.
په یادو معتادینو کې شپږ زره د کابل او هرات او نور پاته یې د نورو ولایتونو دی.
زلمی خاد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *