افغانستان

د کورنیو چارو وزارت د هېواد په لوېدیځ کې د عامه خدمتونو یو مرکز جوړوي

شریعت: د کورنیو چارو وزارت چارواکو هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په لوېدیځ زون کې د خلکو لپاره د عامه خدمتونو د یوه مرکز رامنځته کولو اعلان وکړ.د دغه پلاوي مشر انجنیر صلاح الدین د هرات له والي شیخ الحدیث مولانا نور احمد اسلام جار او د دغه ولایت له امنیه قومندان حاجي یاسر سره په کتنه کې وویل، چې په دغه مرکز کې به د سفر او دندې د غیر مسوولیت پروسې بشپړول، د غوښتنو او شکایتونو اداره کول، د زغره والو موټرو او د وسلو کارولو او ساتلو اجازه لیکونو ورکول شامل دي.
د مسوولینو په وینا، د دغه مرکز په فعالېدو سره به دې برخه کې د خلکو ډېرې ستونزې هوارې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *