افغانستان

د کورنیو چارو وزارت سرپرست: تر هغو چې اخلاقي اصول حاکم نه شي، د باور واقعي فضاء نه رامنځته کېږي

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني تیره ورځ د افغانستان لپاره د چین له سفیر وانګ یو سره وکتل.
د چین سفیر په دغه کتنه کې وویل، چې «چین د افغانستان تر څنګ ولاړ دی او مونږ په دې باور یو، چې د ملتونو پرمختګ یوازې په یوهٔ آزاد او خپلواک چاپېریال کې ممکن دی او افغانان اوس همداسې یوه مسیر ته برابر شوي دي.»
نوموړي زیاته کړه، چې چین په نورو هېوادونو د فشارونو، بندیزونو او لاسوهنې د سیاستونو پلوي نه کوي او د اسلامي امارت پر وړاندې هم د فشار او بندیزونو سیاست نه تائیدوي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني په دې اړه د چین هېواد د واقعبینانه موقف ستاینه وکړه او ویې ویل په نړیوال تعامل کې د عدالت عنصر ډېر مهم دی.
حقاني زیاته کړه: (تر هغو چې اخلاقي اصول په دې ساحه کې د ضوابطو په توګه حاکم نه شي، د باور واقعي فضاء نه رامنځته کېږي) .
د کورنیو چارو وزرات سرپرست همدارنګه وویل چې نورو ته په ذهن او عمل کې شر پالنه یو ناروغ سیاست دی، مونږ په ښو اړیکو باور لرو او د اسلامي امارت تګلاره د تعامل او تفاهم ده.
د یادونې وړ ده، چې په دغه کتنه کې دواړو لورو پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د درې اړخیزې ناستې پایلې مثبتې وارزولې او په بېلابېلو برخو کې د اړیکو په پراختیا ټینګار وشو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *