افغانستان

د کور او ښار جوړولو وزارت: په هېواد کې د ملي مسکن سروې پیلېږي

د کور او ښارجوړولو وزارت مسؤلینو، پرون د دغه وزارت د ۱۴۰۱ مالي کال مهم فعالیتونه، لاسته راوړنې او د روان کال پلانونه له رسینو سره شریک کړل.
په همدې مناسبت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې غونډې ته، د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست شیخ حمدالله نعماني، د دغه وزارت د مهمو دندو او موخو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د کور او ښار جوړولو وزارت اړوندو ادارو ته ماسټر پلانونو او ستراتیژیکي پلانونو برابروي؛ هېوادوالو ته د کور او سرپناه جوړولو په برخه کې زمینه سازي کوي او همدا رنګه د ساختمانونو د جوړولو پر کیفیت څارنه کوي.
دغه راز د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو معین شیخ مدار علي کریمي بامیاني، وویل چې دغه وزارت په ۱۴۰۱ مالي کال کې د ۱۴ ولایتونو لپاره ۱۷ ښاري پلانونه جوړ کړي او پلازمینې او ولایتونو ته یې ۲۰۰ ښاري پلانونه استولي دي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د کور او ښار جوړولو وزارت د کور د ساختماني چارو او د زونونو د پراختیا معین مولوي روح الله احمدي، د یاد وزارت مهم فعالیتونو او لاسته راوړنې شریکې کړې او ویې ویل: په ۱۴۰۱ مالي کال کې د کور او ښار جوړولو وزارت ته ۴۷ میلیونه افغانۍ هدف ټاکل شوی و، خو موږ۵۳۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړل چې دغه عواید له ټاکلي هدف څخه شاوخوا ۱۱ برابره زیات دي.
احمدي زیاته کړه چې په ۱۴۰۱ مالي کال کې د کور او ښار جوړولو وزارت ته، ۶۹۹ میلیونه او ۲۹۹ زره او ۲۱۴ افغانۍ بودجه ځانګړې شوې وه، چې دغه وزارت وکولای شو ۷۱ سلنه یې مصرف کړي.
د یادونې وړ ده چې د ۳۷ تفصیلي، سیمه ییزو او اصلاحي پلانونو جوړول، د ښاري پلانونو بیا کتنه، د کابل جدید په مربوطاتو کې د ځمکو تصفیې د چارو دوام، د هېواد په کچه د مسکن ملي سروې ترسره کول، په دولسو ولایتونو کې د سروې او د توپوګرافۍ پلان برابرول، د ۱۲۹ ټولګټو پروژو د مهندسۍ نقشو طرحه کول، د کلتوري او تاریخي آبداتو بیارغونه او ترمیم او په اړه یې د یوه ملي سمپوزیم برابرول او دغه راز د کور او ښار جوړولو وزارت د ستراتیژیک پلان جوړول، په روان کال کې د دغه وزارت له اساسي پلانونو څخه دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *