اعلامیېافغانستان

د کوچني اختر د رخصتۍ په تړاو د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا !

د کوچني اختر د رخصتۍ او د روژې له میاشتې وروسته د کار مهال وېش په تړاو د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!
د کار او ټولنیزو چارو وزارت باختر آژانس ته په را لېږل شوي مکتوب کې ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د ذیصلاح مراجعو په وسیله د شوال المکرم میاشتې په تثبیت سره د اسلامي امارت د ۱۴۴۴ کال د کلیزې پر بنسټ د شوال المکرم له لومړۍ څخه تر دریمې نېټې پورې په ټول هېواد کې رسمي رخصتي ده.
په مکتوب کې ویل شوي، چې د روژې مبارکې میاشتې له پای ته رسېدو وروسته د شمسي کال په لومړیو ۶ میاشتو کې د کارکوونکو کاري مهال وېش په لاندې ډول تنظیم شوی دی:
له شنبې څخه تر چهار شنبې پورې د کار پیل سهار ۸ بجې او د کار پای د مازدیګر ۴ بجې او د غرمې له ۱ څخه تر ۲ بجو پورې د ماسپښين لمونځ او غرمې ډوډۍ وقفې په پام کې نیولو سره.
همدارنګه د پنجشنبې په ورځو کې د کار پیل سهار ۸ بجې او د کار پای ماسپښین ۱ بجه بې له وقفې څخه اټکل شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *