سرمقالې

د ګاونډیانو توندې لهجې د هغوی د حسد نښه ده!

دا واقعیت له هېچا پټ نه دی چې افغانانو د څښتن تعالی د لوی فضل او خپلو مېړانو او سرښندنو په برکت د تېرو درې څلوېښتو کلونو په موده کې د ختیځ او لوېدیځ دواړو نظامي زبرځواکونو خورا ستر ظالمانه یرغلونه دفع او خپل ګران هېواد یې د هغوی له اشغاله آزاد او بالاخره یې د میلیونو سرونو په قربانیو سره خپلواکي ترلاسه او ټول هېواد یې له یو مرکزي او ملي حاکمیت برخمن کړ.
دا چې په ټوله یاده موده کې هېڅکله داسې کوم حکومت نه و واکمن شوی چې د هېواد پر ګوټ ګوټ او لروبر بشپړ واک ته رسول شوی وي، له همدې امله دلته همېشه ګډوډي او خپلمنځي شخړې روانې وې. تر دې چې نه څوک د خپلو اوبو سمبالولو فکر کې و، نه د معدنیاتو او مهمو خامو موادو د خوندیتوب اندېښنه وه او نه د سرحدونو ساتنه. لنډه دا چې هغه مهال افغانستان د ګاونډیانو لپاره د هغه کنډواله کور په مثال و چې نه یې مالک حضور لري او نه کوم بل څوکیدار او ګاونډیان یې په ډاډه زړه له اوبو، خاورې، ونو، بوټو، خس و خاشاکو او هر څه نه استفاده کوي. سربېره پر دې د خپلو کورونو خځلې او ناوړه توکي هم وراچوي، د کلا دېوالونه یې هم په خپله خوښه ورسوري او لارې یې پکې جورې کړې وي. له بده مرغه زموږ د هېواد وضعیت کاملاًهمداسې و او ګاونډیانو هم زموږ لپاره د همداسې یو حالت دوام غوښت. دغه راز بهرنو اشغالګرو ځواکونو هم تل دا هڅه کوله چې زموږ په اوبو او نورو خامو موادو ګاونډي هېوادونه خوشاله وساتي او ورته وښیي چې دلته د ناټو د نظامي اډو د شتون په برکت به هغوی له دغه شان امتیازاتو برخمن وي. مثلاً اوبو ته به څوک غرض نه کوي او پرېمانه به هغوی ته وربهېږي، د ډیورند فرضي کرښه به فزیکي بڼه کې له دېوالونو او دروازو سره وجود ومومي او د دې هېواد له هر ډول خامو توکو به لامحدوده ګټه اخلي.
خو د لوی خدای (جل جلاله) اداره بل څه وه، بهرني بدماش ځواکونه د یو شمېر تش لاسو مجاهدینو له خوا وشړل شول او کورني اجیران یې تر هغوی لا مخکې په تېښته بریالي شول. په دې توګه افغانان یو ځل بیا د یو ټینګ، متحد، مرکزي او ملی حاکمیت پر جوړولو وتوانېدل او په کلک هوډ سره یې د خپل هېواد ودانولو او بسیا کولو ته ملاوتړله. له نېکه مرغه اوس د وطن د هر ډول شتمنۍ پوښتنه او ساتنه کېږي او په هیڅ صورت بل چاته اجازه نه ورکول کېږي چې زموږ ملي ګټو ته څه خطر او زیان پیښ کړي. خو بل لورته د ځینو ګاونډیانو لپاره بیا زموږ دا حالت زښته ډېر ناخوښه دی. هغوی اندېښمن او خپه دي، هغوی پوهېږي چې اوس د دې کور مالکان راغلي او دوی نه شي کولی تر دې وروسته یې له مهمو موادو هماغسې ارزانه او بې غمه استفاده وکړي. بلکې هر څه به ګرانېږي او پوره پوره حساب به کېږي.
یقیناً همدا وجه ده چې پر هغوی د حسد اور بل شوی او وخت ناوخته یې د توندو لهجو په شکل له زړه غوسې راوځي. خو ګر د افغان ملت – حکومت او رعیت ژمن دی چې خپلو مسلمانو ګاونډیانو سره به د اسلامي اخوت پر اساس تر خپله وسه ښه او دوستانه چلند کوي او له دوی هم غواړي چې موږ سره فقط د اسلامي ورورګلوۍ او متقابل درناوي پر اصولو مناسب چلند وکړي. یوازې همدا اصل د ټولو لپاره د خوښۍ او سوکالۍ ضمانت کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *