افغانستان
د ګلبهار کانال د عمومي سربند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې پیل شوې
شریعت: د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د ګلبهار کانال د عمومي سربند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې د ۶ میلیونه، ۱۳۹ زره ۸۰۴.۵ اعشاریه پنځه افغانیو په لګښت پيل شوې.
شریعت: د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د ګلبهار کانال د عمومي سربند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې د ۶ میلیونه، ۱۳۹ زره ۸۰۴.۵ اعشاریه پنځه افغانیو په لګښت پيل شوې.
په دې پروژه کې د سلګونو کسانو لپاره د کار زمینه برابره شوې ده او ټاکل شوې، چې چارې به یې د یوې میاشتې په موده کې بشپړې شي.
د یادې پروژې چارې د غوربند – چاریکار سیندیزې فرعي حوزې ترڅارنې لاندې د عالم حسیب ودانیز شرکت له لوري پلې کېږې.
د یادونې وړ ده، چې د دې پروژو په پلي کولو سره به ۱۷۶هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه او سلګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.