اقتصاد او رغونه

د ګمرکونو عواید په بي ساري ډول زیات شوي دي

د مالیې وزارت وايي، د هېواد په ګمرکونو کې عواید زیات شوي دي. د دغه وزارت شمېرې ښيي، چې د ننګرهار ګمرک عوايد د تېر کال په پرتله اتيا سلنه زيات شوي او په تېرو لسو مياشتو کې شپاړس ميليارده افغانۍ عوايد راټول شوي دي. بلخوا د صنایعو او کانونو خونه او د سوداګرۍ او پانګونې خونه له سرپرست حکومته غواړي چې په ګمرکونو کې د سوداګرو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي. د مالیې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په ټول هېواد کې شاوخوا شل ګمرکونه فعالیت کوي او شپږ ګمرکونه چې په سرحدي ولایتونو کې موقعیت لري، لوړ عواید لري. څو ورځې وړاندې په کندوز کې د شیرخان بندر مسوولینو هم ویلي وو، چې د دغه سوداګريز بندر په عوايدو کې ۸۸ سلنه زياتوالى راغلی دی. د دوی په خبره، چې په تېرو شپاړسو میاشتو کې یې شاوخوا دوه میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *