تاریخ او جغرافیهلیکنې

د ګندمک کرغېړن تړون ۱۴۴ کلن شو!

زموږ ګران هېواد د کاني زېرمو له خوا غني او بډایه دی او هم یې موقعیت خورا ستراتیژيک دی، نو تل ښکېلاکګرو یرغلونه پرې کړي دي، بریتانوي اشغالګرو چې هندوستان ونیو، بیا یې افغانستان ته پښې را وغځولې اما غیرتي افغانانو له خپل ټاټوبي د دفاع په خاطر له انګرېزانو سره لومړۍ غزا وکړه او هغوی یې له خپل هېواده نامراده وشړل او ډېر یې د کابل ــ جلال اباد ترمنځ په ګندمک نومي سیمه کې خمیره کړل.

انګرېزانو د لومړۍ جګړې د تلفاتو او ماتې د جبیره کولو لپاره په ۱۸۷۸ م کال پر افغانستان دوهم ځل یرغل وکړ او له دریو لارو هېواد ته راننوتل، د خیبر درې له خوا د جنرال براون په مشرۍ ۵۰۰۰ یرغلګر، د کندهار له لوري د سټوراټ تر قیادت لاندې ۱۲۰۰۰ عسکر او د کورمې له طرفه خوست ته د جنرال رابرټس تر قوماندې لاندې ۳۲۰۰ پرنګیان راغلل، د افغانستان منور پاچا امیرشیرعلي خان خپل وسله وال پوځونه او مجاهد ملت پرېښود او له روسانو څخه د مرستې ترلاسه کولو په موخه مزار شریف ته لاړ، روسانو هیڅ ځواب ورنه کړ، نو له غم او خپګانه هلته مړ شو.

د شیرعلي خان زوی شهزاده محمد یعقوب خان د خپل پلار له ۸ کلن بنده تازه خوشی شوی او د چارو واګې یې په لاس کې نیولي وې، نو د انګرېزانو له فشار لاندې راغی او د هغوی اډې ګندمک ته ورغی او ټول شرطونه یې ورسره ومنل، چې بیا یې همالته د هېواد د خرڅلاو کرغېړن او ناولی تړون هم ورسره لاسلیک کړ. یاده معاهده د افغانستان د امیر محمد یعقوب خان او د افغانستان په چارو کې د انګرېزانو د استازي (سر لوئیس کیوناري) له طرفه په لسو مادو کې امضاء شوه، چې هغه په لاندې ډول دي:

۱- د دې معاهدې له لاسلیک کېدو وروسته به د دواړو خواو ترمنځ سوله او دوستي وي.

۲- له تړون وروسته به هغه ټول خلک چې د جګړې پر مهال یې له انګرېزانو سره هر ډول مرسته کړې وي، د امیر له خوا د رسمي فرمان پر اساس بښل کېږي.

۳- د افغانستان امیر مجبور دی چې د انګلستان په مشوره او خوښه به له نورو هېوادونو سره راشه درشه او راکړه ورکړه ترسره کوي، په خپل سر له چا سره ارتباطات نه شي ساتلی. همدا راز له کوم هېواد سره امیر د جنګ اعلان هم نه شي کولی، خو انګرېزان له امیر سره هر ډول مرسته کولی شي. آن تر دې چې د انګرېزانو پوځونه هم د اړتیا پر مهال افغانستان ته ننوتلی شي.

۴- د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لامضبوطې وي، لازمه ده چې انګرېزان یو دایمي استازی افغانستان ته واستوي او له هغه سره د خپلې رتبې مطابق یو ډلګی پوځونه هم موجود وي، همدا شان یاد استازی حق لري چې له خاصو هیئتونو سره د افغانستان پولو ته لاړ شي. امیر هم کولی شي چې خپل استازی د هند د وایسرای او نورو هندي چارواکو دربار ته واستوي.

۵- د افغانستان امیر د انګرېزانو د ساتنې لپاره او له هغو سره د ښه چال چلن په خاطر ځان مسؤل ګڼي او ژمنه کوي چې د هغوی په چارو کې به لاسوهنه نه کوي او د هغوی د استازو درناوی به کوي.

۶- د افغانستان امیر له خپل طرفه او د نورو سردارانو له اړخه تعهد کوي چې د انګرېزي استازو او نورو وګړیو په شخصي چارو کې به مداخله نه کوي او غوره چلند به ورسره کوي.

۷- د دواړو هېوادونو ترمنځ به سړکونه پرانیستل کېږي چې سوداګري به په آزادنه ډول ترسره شي او دواړه هېوادونه به د لارو خطرې له منځه وړي.

۸- له کورمې تر کابله به د تلګراف مزي غځول کېږي چې لګښتونه به یې د انګرېز په غاړه وي او ساتنه به یې د امیر په ذمه وي.

۹- د دې لپاره چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي ټینګه او انګرېزي قواوې په اطمئنان له افغانستانه ووځي، د فوشنج سیمه تر کوژک غره پورې او کورمه تر ځاځیو پورې، هفت چاه او لنډي کوتل دې انګرېز ته وسپارل شي.

همداراز د خیبر لویه لاره چې پېښور او جلال آباد سره نښلوي د هغه انتظام به له ازادو قبایلو سره وي.

۱۰- انګرېزي دولت به یعقوب او د هغه ځایناستو ته د کال شپږ لکه کلدارې ورکوي، څو پورتني شرطونه هم پرځای کړي او اصلاحات هم وکړای شي.

د ګندمک له تړونه وروسته یعقوب خان له کیوناري سره کابل ته لاړ او تش په نوم واکمن و، ټولې چارې د کیوناري په لاس کې وې. یعقوب خان خپل ورور سردار محمد ایوب خان د هرات والي وټاکه او له هغه یې وغوښټل چې یو پلټن پوځونه کابل ته راولېږي. نو سردار محمد ایوب خان لښکر ورته را ولېږه. هغه پوځيانو ته وویل چې ستاسو معاشات په کابل کې درکول کېږي. هغوی چې کابل ته له رسېدا وروسته له سرلښکره خپل معاشات وغوښتل، هغه ورته کړه: لاړ شئ له کیوناري یې وغواړئ! نوموړی د کابل په بالاحصار کې مېاشت و،افغان پوځونه چې هغه ته ورغلل، هغه ووېرېده او فکر یې وکړ لکه چې ولس قیام کړی، نو خپلو ساتونکو ته یې امر وکړ چې په افغاني پوځونو ډزې وکړئ!

افغان سرتېرو هم په ډزو لاس پورې کړ چې د کیوناري په ګډون د سفارت ۱۲۲ کسان مردار شول، یعقوب خان ډېر کوښښ وکړ چې افغانان غلي کړي، خو هغوی خپل زړونه پرې یخ کړل. کله چې د کیوناري او نورو پرنګیانو د قتل خبر د هند وایسرای ته ورسېده، نو د جنرال رابرټس په مشري یې یو پوځ د لوګر له خوا را واستاوه، یعقوب خان هم مخې ته ورغلو او هغه په تریو تندي خبرې ورسره وکړې او بندي یې کړ. تر دې چې نوموړی یې د ۱۸۷۹ کال د دسمبر په ۲مه هند ته بندیوان ولېږه چې د ژوند تر پایه د هند په پنجاب کې میشت و.

د ګندمک د کرغېړن تړون په پايله کې کورمه، خیبر، لنډيکوتل، سیبۍ، کوژک او پښین د احمدشاهي افغانستان له وجوده د تل لپاره بېل شول. همدارنګه وزیرستان، پاړه چنار، سوات، بونیر، دیر، چیلاس او چترال هم د بریتانوي هند برخه شول.

ساجدالله عظمت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *