افغانستان

د یوناما مشرې او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په کتنه کې: نړیوال اقتصاد کې د افغانستان د ننوتلو په اړه خـبرې وشـوې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي او د افغانستان په اړه یې د سیمې د هېوادونو او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکارۍ په اړه خبرې کړې دي. د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي، دواړو لورو د ګڼو ننګونو په ځانګړي توګه د اقتصادي او بشري ناورینونو په اړه، چې افغانستان ورسره مخ دی، د سیمې د هېوادونو او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ. روزا اوتونبایوا او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر وفا حاجییف په افغانستان کې د پراختیایي پروژو د پلي کولو او په نړیوال اقتصاد کې د دغه هېواد د ننوتلو په اړه د نړیوالې همکارۍ په اړه هم خبرې وکړې. اوتونبایوا د افغانستان لپاره د مرکزي آسیا د هېوادونو د ځانګړيو استازيو په غونډه کې د ګډون لپاره ترکمنستان ته سفر کړی دی. د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې کتنه کې د تاپي پروژې په اړه هم خبرې وشوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *