افغانستانراپورونه

د ۱ میلیون افغانیو په لګښت د محمدآغې ولسوالۍ د ښاروالۍ ودانۍ بیارغول کېږي

شریعت: د لوګر سیمه ییز مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د ښاروالۍ ودانۍ د بیارغولو چارې د نږدې ۱ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.

شریعت: د لوګر سیمه ییز مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د ښاروالۍ ودانۍ د بیارغولو چارې د نږدې ۱ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.

د محمدآغې ولسوال  مولوي میرمحمد هاشم حزب الله د یادې پروژې د مبارکۍ ترڅنګ وویل، چې په دغه پروژه کې د یادې ولسوالۍ د ښاروالۍ ودانۍ بیارغول، لمریزې برېښنا سېستم فعالول، نجارۍ او یو شمېر نور اړینې برخې شاملې دي، چې لګښت یې د محمدآغې ولسوالۍ د ښاروالۍ له عوایدو څخه ورکول کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د دغه ودانۍ د بیارغونې چارې به د یوې میاشتې په موده کې بشپړې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *