افغانستان

د ۴۰ کلنې جګړې د معلولو او فلج شويو جنګياليو د پالنې او ارزونې مرکز پرانيستل شو کار نه دی شوی

د ملي دفاع وزارت له لوري تیره ورځ په پلازمېنه کابل کې د تېرې ۴۰ کلنې جګړې د معلولينو او فلج شويو جنګياليو د پالنې او ارزونې مرکز پرانيستل شو.

د ملي دفاع وزارت له لوري تیره ورځ په پلازمېنه کابل کې د تېرې ۴۰ کلنې جګړې د معلولينو او فلج شويو جنګياليو د پالنې او ارزونې مرکز پرانيستل شو.
د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز د روغتيايي چارو قومندان ډاکټر محمد طاهر احرار د یاد مرکز د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې په دغه مرکز کې معلولينو ته د ديني، عصري او حرفوي زده کړو زمينه هم برابره شوې ده.
په یاد مرکز، کې معلولینو ته د خیاطۍ، بوټ ګنډولو، مرۍ اوبدلو او موبایل جوړولو په برخه کې زده کړې ورکول کېږي.
په ورته وخت کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د ادارې مشر مولوي بخت الرحمن شرافت، چې په دغه مراسمو کې يې ګډون کړی وو وویل:( که موږ علم او ټيکنالوژۍ زده کړو، تر څو بيا د قران حافظ، ډاکټر او انجنير مجبوره نشي، چې د دښمن په مقابل کې په ځان پورې بمونه وتړي.)
د اسلامي امارت مرستيال وياند قاري محمد يوسف احمدي بیا د دغه مرکز پرانیستل نېک اقدام وباله او ويې ویل، چې اسلامي امارت د يوه مسوول نظام په توګه د معلولينو او د هغوی د کورنیو ستونزو ته د رسېدو په تړاو ځان مکلف ګڼي.
د یادونې وړ ده، چې په دغه مرکز کې دمګړۍ تر ۳۰ ډېرو معلولینو ته د روزنې او پالنې استانتیاوې برابرې شوې دي او ټاکل شوې ده، چې په نږدې راتلونکي کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه ورته معلولین را جلب او روزنه ورکړل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *