افغانستان

د ۷۲ میګاواټه برېښنا توليدي فابریکه جوړېږي

شریعت: د اوبو او انرژۍ وزارت او د عوفي بهرام شرکت ترمنځ د ډبرو سکرو له سرچینو څخه د ۷۲ میګاواټه برېښنا د تولید د فابریکې جوړولو په برخه کې د همکاريو هوکړه لیک لاسلیک شو. د اوبو او انرژي وزارت پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: چې د دې وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور، د عوفي بهرام د کانونو د پروسس او استخراج سوداګریز شرکت له مسول سره د ډبرو سکرو څخه د ۷۲ میګاواټه برېښنا د تولید د فابریکي جوړولو په برخه کې د پانګونې د ګډي همکاري هوکړه لیک لاسلیک کړ. یاد هوکړه لیک، د دواړو لوریو ترمنځ د پانګونې د چارو د انسجام او د يادې پروژې د عملي چارو د پيل د چټکتيا لپاره د ګډې همکاري او همغږي په موخه لاسليک شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *