عجیب معلوماتلیکنې

د GPS په هکله لنډ مالومات

نچوړ:
څرنګه چې په اوسنۍ نړۍ کې تکنالوژي په ډېرې چټکۍ سره وده کوي او نړۍ ډېره نږدې کوي او اړينې آسانتــــياوې هم وګړو ته برابرې کوي،نو په دې لړ کې د پورتني ( ځای پېژندلو نړيوال سيستم )
(GPS Global positioning system) موضوع په هکله ليکنه او د مالوماتو راټولول د پوليسو په ورځنيو دندو کې د دې تکنالوژۍ له ځانګړتياوو سره د بلديت او د هغې د آسانتياوو څخه ګټه اخيستل يوه اړتيا شمېرل کېږي.
سريزه:
په اصل کې د لارښوونې اولارموندنې سيستم چې د متحدو ايالتونو د دفاع وزارت په غوښتنه له څلورويشتو سپوږمکيو جوړ او په شپږو بېلا بېلو توپير لرونکو مدارونو کې ځای پر ځای شوی دی. دغه سيستم په لومړيو کې د پوځي (نظامي) موخو لپاره جوړاو د ۱۹۸۰ زکال وروسته په ټوليزه توګه د ګټې اخيستلو لپاره وکارول شو چه په هر ډول جوي او جغرافيايي حالاتو کې د شپې او ورځې په ټولو ساعتونو کې هغې ته لاسرسی شونی دی. د دغه سيستم جوړوونکو د نوموړي سيستم د کارولو خدمتونه پرته د کوم مادي لګښت څخه په وړيا توګه اعلان کړي دي.
د نوموړي سيستم سپوږمکۍ خوځنده او سيارې دي، په څلورويشتو ساعتونو کې دوه ځلې د ځمکې په شاه او خواه څرخېږی. د(GPS)دغه سپوږمکۍ د ( NAVSTAR) په نوم پېژندل کېږي. د(GPS)کاروونکو ته د دغه سيستم د ټولو ځانګړتياوو سره بلديت او آشنايي يوه اړينه خبره ده.
د(GPS)لومړنۍ سپوږمکۍ په ۱۹۷۸ زېږديز کال کې فضا ته ولېږدول شوه چې د هغې وزن کابو ۲۰۰۰ پونده او د لمريزو (سولری) پاڼو خپورتيا يې ۱۷ فټه او د لېږدوونکي (Transmitter) قدرت يې ۵۰ واټه و، چې وروسته بيا په ۱۹۹۴کې دغه سيستم بشپړ شو.
هره سپوږمکۍ د L1 اوL2 په نامه دوه سګنالونه خپروي، چې غير پوځي غيرنظامي ځواکونه د L2 د سګنال جه د ۱۵۷۵ ميګاهرتزو سره سمون لري ګټه اخلي.
د دې سيستم هره سپوږمکۍ حدود لس کاله چمتو يا فعاله پاتې کېږي، همدارنګه د سپوږمکيو ځای پر ځای کول په مدار کې په خپل وخت تر سره کېږي، د سپوږمکیو پیژندنه د یوه ځانګړی کود (R P N Random code pseudo ) په وسيله چې د ۱- ۳۲پورې اعداد دي تر سره کېږي چې دغه اعداد د (GPS)په هره رانيوونکې (Receiver) کې څرګندېږي د اعدادو د ډېروالي لامل د سپوږمکيو تر شمېرې دا دی چې کله د پخوانۍ سپوږمکۍ د کار مودې په پای ته رسېدو وي، نوې سپوږمکۍ مدار ته لېږدول کېږي نو د همدې لپاره د اعدادو ډېروالی په پام کې نيول شوی دی.
د سپوږمکيو د تګ راتګ لاره په مدار کې د شمالی او سويلي ۶۰ درجې عرض البلد تر منځ ده. دا په دې معنی چې د ځمکې په هر ځای او هر وخت کې کولای شو د دې سپوږمکيو سګنالونو ته لاسرسی ولرو او هرڅومره چې د شمالي او سويلي قطبونو ته نږدې کېږو د (GPS)د سپوږمکيو د ليدلو وړتيا ډېريږي. که چېرې په ځير سره سپوږمکۍ زموږ پر سر پورې نه وي هم په دې مانا ده چې په دغو سيمو کې د هغې اغېزمنتوب ډېر وي.
د (GPS) د سپوږمکيو يوه له ټولو لويه لاسته راوړنه دا ده چې په هر ډول جوي او جغرافيايي شرايطو کې پرته د رانيوونکي(آخذې) د څرنګوالي په پام کې نيولو سره په سمه توګه کار کوي.
د (GPS) د څلور ويشتو سپوږمکيو د مدار جګوالی (ارتفاع) د بحر له سطحې د ۲۰۰۰ مايلو په واټن کې تګ راتګ کوي . هره سپوږمکۍ په دوولسو ساعتونو کې يو ځل د ۷۰۰۰ مايلو په ساعت کې د سرعت او ګړنديتوب په لرلو سره د ځمکې په شاه او خواه څرخېږي او خپله انرژي د لمريزو پاڼو ( صفحه های سولري) له لارې پوره کوي. همدا راز له ځانګړيو بطريو کله چې سپوږمکۍ د ځمکې تر سيوري لاندې راځي او يا هم د لمر د نيولو (کسوف) په وخت کې ورڅخه ګټه اخلي او د کوچنيو راکټونو په واسطه په خپل مدار او مسير کې ساتل کېږي. دلته د دې سيستم ځينو په زړه پورې ځانګړتياوو ته اشاره کوو.
– د (GPS) لمړنۍ سپوږمکۍ په ۱۹۷۸ زيږديزکال کې د ځمکې په مدار کې ځای پر ځای شوه.
– په (۱۹۹۴) زيږديز کال کې د څلورويشتو سپوږمکيو شبکه (NAVSTAR) بشپړه شوه.
– هره سپوږمکۍ ۲۰۰۰ پونډه وزن لري او د لمريزو پاڼو اوږدوالی يې ۵/۵ متره دی.
– د هرې سپوږمکۍ د انرژۍ لګښت د ۵۰ واټو کم دی.
د دې سيستم سپوږمکۍ اطلاعات ځمکې ته مخابره کوي او د (GPS) رانيوونکي اطلاعات رانيسي او د هندسې محاسباتو وروسته د رانيوونکي دقيق موقعيت د ځمکې پر نسبت محاسبه کوي په اصل کې د سګنال د لېږدولو زمان د سپوږمکۍ په واسطه د هغې د رانيولو (اخیستلو) له زمان سره انډول او د دواړو د توپير له مخې د رانيوونکي واټن يا فاصله له سپوږمکۍ په ډاګه کوي.
رانيوونکې د دوو اړخيزو محاسباتو لپاره لږ تر لږه د درېيو سپوږمکيو اطلاعاتو ته اړتيا لري چې د هغې پر بنسټ جغرافيايي طول اوعرض مالوم کړي. همدارنګه د دې په پام کې نيولو سره ګړنديتوب اوچټکتيا (سرعت)، لوری (جهت)او د تګ راتګ د لارې د واټن او موخې (مقصد) ته د رسېدو پاتې واټن ، د لمر ختو او لوېدو وخت او نور اړين مالومات وړاندې کوي.
د پانګې د لګښت په پام کې نيولو سره کولای شو د پراخه طيف لرونکو رانيوونکو ګټه واخلو او همدارنګه د اړوندې سيمې آپديت (دنيټې غزېدونکی) نقشې ته هم بايد لاسرسی ولرو. د يادونې وړ ده چې اوس د دې ډول رانيوونکو د پلورلو بيه ډېره را ټيټه شوې ده.
په هره کچه چې د سيمې نقشه په دقيقه توګه او ځيرتيا سره د رانيوونکي په حافظه کې ځای پر ځای شوي، په هماغه کچه تر لاسه کېدونکی مالومات دقيق او مؤثر کيدلای شي د بېلګې په توګه کولای شو د (GPS) په مرسته د نژدې تيلو د پمپ، د اورګاډي تم ځای، روغتون او يا نورو مالوماتو غوښتنه وکړو او په وړانديز شوې تګلاره ولاړ شو. د ځای پېژندلو د سيستم د ځيرکتيا (دقت) کچه د څو مترو په حد کې وي، همدارنګه کولای شو د ځای پېژندلو د نړيوال سيستم په مرسته کولای شو د نقشې اخيستلو ، مساحت، عمراني پروژو ، غر څېړل (کوهنوردي) ، ناپېژاندو سيمو ته تلل اوسفر کول ، د بېړيو چلول، د ژغورنې عمليات ، زلزلې، اورلګېدنې، سېلابونو او نورو طبيعی پېښو پر مهال ګټه واخلو. هر څوک چې وغواړي چېرته سفر وکړي دغه سيستم ته اړ دي.
د دغه سيستم د رانيوونکو ټيټه بيه او د هغې د خدمتونو او آسانتياوو په پام کې نيولو سره لري نه ده چې په نږدې راتلونکی کې د نړۍ او په تېره بيا زموږ د ګران هيواد افغانستان ډېر وګړي هغې ته لاسرسی ولري او د هغې په هکله پوهاوی تر لاسه کړي.
د(GPS) سګنالونه د لېږدوونکې سپوږمکۍ د ځانګړي کود) (Ephemeris Pseudo Random Code او دکلنی (تقويمي) Almanacد مالوماتي درلودونکی وي.
د Ephemeris : مالومات تل د سپوږمکيو د لارې خپرېږي او د سپوږمکۍ د څرنګوالي چې جوړه ده او که ستونزه لري، همدارنګه د اوسني نيټې او زمان د مالوماتو درلودونکی وي. د (G P S) رانيوونکي پرته د دې څانګې د مالوماتو هېڅ درک او پوهه نه لري د پيام دغه څانګه د بنسټيزو مالوماتو په درلودلو سره د ځای پېژندلو لپاره ډېر اړين شمېرل کېږي.
Almanac: دا هغه مالومات له ځان سره لېږدوي چې د سپوږمکۍ د مدار د پېژندلو او د سيستم د نورو سپوږمکيو د پېژندګلوۍ مالومات له ځان سره لري اوس کولای شو د (GPS) دکار څرنګوالی وڅېړو، هره سپوږمکۍ يو پيام لېږدوي چې په روانه او ساده توګه وايي زه د(x) سپوږمکۍ يم، اوسنۍ ځای (موقعيت) مې د (y) دی او دا پيام د (z )په وخت لېږل شوی دی. که هرڅو دا يو ډېر آسانه او ساده شکل لېږدول شوی پيام دی، مګر کولای شو د سيستم د بشپړو کارونو په هکله مالومات ولري. د (GPS) رانيوونکی پيام اخلي د Almanac او Ephemeris د ټوليزو اطلاعاتو د خپرېدو په څانګه کې يې د وروستيو ګټو اخيستلو لپاره زېرمه کوي. همدارنګه دغه مالومات د (GPS) د رانيوونکي د ساعت د تنظيم لپاره هم په کارېږي. اوس د رانيوونکي د موقعيت لپاره اخيستل شوی وختونه د رانيوونکی له وخت سره انډول کوي او د دواړو له توپيره د رانيوونکي واټن د ) (GPS ســـپوږمکۍ ثابتـــوي، دا هغــه کړنلاره ده چې په ځيــرتيــا ســره يې د ( (GPS يو رانيوونکی تر سره کوي.
پايله:
په پورتني ليکنه کی هڅه شوی تر څو د اوسنی نړی ‌پرمختللی تکنالوژی په لړ کی د ) (GPS په هکله لنډ مالوت را ټول او دګرانو همسلکانو د پوهاوی د لوړتیا لپاره وړ اندی شول هیله مندیم اغیزمن او د پام وړ بلل شوی وی. اخځليکونه :۱- راديو سکنال جلد اول ۲- مدارهای ميکرو الکترونيک جلد اول

پوهنيار ننگيالی فهيم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close