بېلابېلې لیکنې

د Viagra په زور جنسي اړیکې څه زیان لري؟

د جنسي کمزوري له مشهورو درملو څخه یو هم د (Pfizer) کمپنۍ Viagra دي، چې اصلي نوم یې Sildenafil دی او په بازار کې د ګولیو، پیچکاریو او کریمونو په بڼه پرېمانه پيدا کېږي.
دا درمل په ۱۹۹۱ز کال کې د Angina (د زړه د آفت له کبله د سینې د حملوي درد) د تداوي په موخه رامنځ ته شول، خو له ۱۹۹۸ز راهیسې بیا د Viagra په نوم په مارکېټونو کې د جنسي کمزوري د تسکین/ درملنې په موخه کارول کیږي؛ ځکه چې دا درمل د جنسي آلې رګونو ته د وینې د بهیر په ډېرولو او چټکولو سره د Erectile DysFucntion (د جنسي آلې سم نه راپورته کېدلو) آسانه حل لاره ده، البته چې دا بیا په خپل ځای د دغه موقتي ګټې تر څنګ ګڼې ژوند تهديدونکې ستونزې هم راولاړوي.
هغه خلک چې نوی ګډ ژوند پيلوي، جنسي بې لارې پاتې شوي وي، ډېر عمر ولري یا هم په داسې ناروغیو اخته وي چې د دوی جنسي ژوند یې اغېزمن کړی وي، دغو درملو ته مخه کوي.
څېړنې ښيي، چې په جنسي اړیکه کې د دخول او انزال فاز له ۲ ــ ۷ دقیقو پورې نارمل تصور کیږي، همدا بسنه کوي، خو که د چا دغه ټایمینګ په همدې رینج کې نه وي نو په خپل سر د دغو درملو کارولو پر خای دې روغتیايي مرسته وغواړي او د خپلې ستونزې د سالم حل په لټه کې دي شي. په لنډمهالې توګه د دغو درملو کاروونکې، د کوروالي پر مهال له خپل جنسي قوت څخه رضا وي، یو قسم ډاډمن وي، فکر کوي چې په شدیدې او نسبتاً اوږدې جنسی اړیکې سره یې د تکړه والي یو زبردست خیالي انځور جوړ کړی یا په اصطلاح عزتِ نفس یې ساتلی، لوړ کړی او عجیبه پياوړی د «مردانګي» احساس ورته پيدا وي.
د پورته یادو شویو موقتي ګټو ترلاسه کولو په خاطر د دغو درملو کاروونکې د ځينو عمومي او عادي جانبي اعراضو، لکه: سردرد، سر چرخي، د مخ سره کېدل، د پوزې بندښت، بدهضمي او نورو په ګډون له داسې ژوند تهدیدونکو حالتونو سره مخ کېدلای شي چې دوی یې تصور هم نه وي کړی. چې یو له هغو څخه روږدي توب دی. دغه خلک بیا د یادو درملو له کارولو پرته هیڅ د جنسي اړیکې سوچ هم نشي کولای او ځینې نور وخیم حالتونه یې بیا په لاندې ډول دي:
1 ـ د لید تغیرات یا هم بشپړ له لاسه ورکول
2 ـ اورېدلو نه محرومېدل یا هم په غوږونو کې شنګاری
3 ـ د سینې درد یا د زړه غیر منظم ټکان
4 ـ ساه تنګي یا د نفس بندېدل
5 ـ مېرګي او عصبي حملې
او هغه خلک چې په یوه وار د ویاګرا په شمول څو نور د جنسي تقویې مستحضرات هممهاله وکاروي یا هم یوازې ویاګرا په هغه خپله ښودل شوې طریقه و نه کاروي یا یې په لوړ ډوز استعمال کړي، احتمال شته چې ناڅاپي مړینې سره مخ شي.
هغه خلک چې بیا هم دغه درمل کاروي، باید په اړه یې روغتیايي مشورې واوري او عملي کړي. او هغوی چې د لوړ فشار، قلبي ناروغیو، اېډز، ځينې فنګسي ناروغیو، یو لړ مکروبي ناروغیو او خپله د جنسي تقویې لپاره بېلا بېل درمل کاروي، نو د ویاګرا په استعمال کې دې ډېر احتیاط وکړي، چې د فشار د یو دم ښکته کېدلو، د دغو درملو د اړخیزو عوارضو (تاوانونو) د زور کېدلو او یا هم په صورت عموم سره د ډوز د انتهايي زیاتېدلو له کبله سکته ونه کړي. که په لنډه توګه ووایو هغه درمل چې ویاګرا ورسره Interaction ښيي، یانې تاثیر یې خرابوي یا یې جانبي عوارض زیاتوي، دا دي:
1- Nitrates :
د بېلګې په توګه NitroGlycerin یا Amyl Nitrate چې په قلبي ناروغیو او د لوړ فشار درملنه کې کارول کیږي.
2 ـ Alpha Blockers : لکه Tamsulosin, Prazosin او نور چې د لوړ فشار او پړسېدلي پروسټاټ درملنه پرې کیږي.
3 ـ Protease Inmibitor : ځينې هغه درمل چې په د HIV د تداوي لپاره استعمالیږي لکه Ritonavir.
4 ـ د جنسي کمزوري نور درمل لکه Verdenafil او Tadalfil چې په بازار کې د Cialis او Levitra په نوم پيداکیږي.
5 ـ ځينې نور درمل چې د لوړ فشار او فنګسي ناروغیو د درملنې په موخه کارول کیږي او یا هم ځينې مکروب ضد درمل.
له جنسي کمزورۍ یا په اصطلاح دغه د کمزوري له سوچ څخه د خلاصون ځينې لارې چارې شته چې د وخت په تېرېدو سره یې له دغو درملو څخه ګټه ډېره ده، راځئ چې ویې لولو:
1ـ فزیکې فعالیت کول: دوامداره ورزش مو هم وزن برابر ساتي او هم مو د جنسي آلې په شمول د بدن ټولو رګونو ته د وینې جریان ډېروي، چې دا دواړه کاره مو کوروالي ته ګټه رسوي.
د یادې ستونزې د حل لپاره مفيد تصور کېدونکې ځينې ځانګړي مشق او تمرينونه هم شته چې له مختلفو اړونده لارو یې زده کولای شئ.
2ـ مناسب غذايي رژيم: لکه د مېوو او سابو ډېر کارول، له ماهي او نورو غیر شحمي پروټيني ذریعو څخه استفاده او بازاري غیرمعیاري خواړه او الکول پرېښودل.
3 ـ د Stress تنظیمول: له سټرېس یانې ذهني بوج او خپګان نه ځان ساتل، چې ښه لاريې رواني مشورې، مراقبه، یوګا، ژوره ساه اخیستنه او نور آراموونکې تخنیکونه دي.
4 ـ مناسب خوب: د شپې له مخې ۶ ـ ۸ ساعتونو خوب او غرمه مهال یوه ښه شېبه سترګه پټول، چې دا مو هم د جنسي هورمونونو سویه تنظیموي او هم مو عمومي روغتیاي تقویه کوي.
5 ـ او بالاخره د طبي مرستې او توصیې په لټه کې کېدل چې د هغو لپاره مربوطه ماهرینو ته ورتګ لازم دی.

ډاکټر زاهد نايل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *