سرمقالې

راځئ خپل نظام غښتلی او اقتصاد پیاوړی کړو

افغانان باید له تېرو ترخو تجربو درس واخلي اوخپل نظام غښتلی کړي دخپل ګران اومحبوب هېواد افغانستان څخه ددفاع او پرمختګ لپاره په خپلوکې سره یوموټی شي ترڅو په دې توګه دخپلو داخلي او بهرنیو دښمنانو دلاسوهنو او مداخلو مخه ونیسو پردي خو ډېر راغلل او لاړل پرځای ددې چې زموږ وطن جوړ کړي برعکس ددوي نیابتي او استخباراتي جنګونو زموږ ښکلی هېواد لولپه او زموږ مؤمن اوغیرتي ملت يې دفقر ترکچې را ټيټ او ذلیل کړ چې عمده علتونه يې خپلمنځي بې باوري اوپه نورو اتکا وه راځئ نور دپرديو لاسونه له خپل هېواده لنډاو دسیسې يې ورشنډې کړو خو دا هله امکان لري چې موږ دخپل حکومت ننګه وکړو او حکومت خپل ملت ته خپله غیږ پرانیزي دهغوی غوښتنې واوري چې په دې سره دحکومت او ولس ترمنځ واټن له منځه ځي او یووالی رامنځته کېږي دترکيې انتخاباتوته په کتو او په هغه کې د رجب طیب اردوغان دپرله پسې بریا راز په یووالي کې و چې نړیوالو ته يې ثابته کړه چې دترکیې ولس له خپل نظام اوحکومت سره څومره مینه لري او رجب طیب اردوغان هم دترکیې او ترکي ملت دپرمختګ لپاره خپله ژمنتیا خپل ملت ته ثابته او څرګنده کړه چې پايله يې دنوموړي د دريم ځل لپاره دولسمشر په توګه ټاکنه ده او همدغه ملت ؤ چې اردغان يې دواک ترګدۍ ورساو له همدوي څخه په الهام اخیستنه دخپل نظام ملاوتړو او دهېواد د پرمختګ لپاره مټي راونغاړو په خپلو اقتصادي پلانونو اوپروژو کاروکړو بې روزګارو ته د کار زمینه برابره کړو دصادراتو او وارداتو په برخه کې له نړیوالو سره اړیکې پیداکړو اوهمدارنګه د زده کړو په برخه کې په پرمختللي اومعیاري نصاب جوړولو کاروکړو اوپه دې اړه کوټلي اوجدي قدمونه واخلوله خپلو اوبوڅخه داوبه خور او برېښنا په برخه کې لازمه او ګټوره ګټه واخلو دخپلو قدرتي معادنو داستخراخ په برخه کې اړین اقدامات وکړو د روغتیا په اړه په نويو طرحو او طریقو باید کاروکړو ترڅو بهرنیو هېوادونو ته ددرملنې لپاره اړنشو داټول هغه څه دي چې موږ دپرمختګ اوترقۍ په لوربياي په همدې سره موږ کولای شو خپل نظام غښتلی او اقتصاد پیاوړی کړو په همدې هيله
ومن الله توفیق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *