مقالی اوتبصرې

راځئ ! پر خپلو خلكو او نړۍ زېري وكړو !

وروستۍ برخه / جبريل سعد

دا چې د اسلامي امارت د پخواني واك، د ورپسې اشغال تپلي رژيم شل كلنې واكمنۍ او په ټوله كې وروستيو نږدې۵لسيزو په پرتله اوس څو برابره زيات پرمختگونه او لويې لاسته راوړنې لرو؛ په اړه مو يې هر رسنيز او تبليغاتي حركت هم ورڅخه بشپړ د زېريو رنگ اخلي، همدا رسنيز او تبليغاتي زېري مو بيا د سبا لپاره د نن لاسته راوړنو تاريخ هم جوړوي چې يو وخت به په تېر او لرغوني تاريخ ياديږي او په دې ډول مو دغه پرمختگونه او زېري يې نه يواځي د نن خلكو او نړۍ باندې د تازه زېريو په توگه او رو، بلكې په رښتونې بڼه يې د تاريخ په توگه راتلونكو نسلونو ته هم خوندي ساتو، بل خوا كه دغه زېري ونه كړو، لرې نه ده چې د پرمختگونو او لاسته راوړنو پر وړاندې او د هغو اړوند تبليغاتي ويرونه او تزويرونه مو هم اوس عام فكر او احساس سرچپه كړي او هم چې د نن تبليغات د تاريخ برخه او ډېر ځله د هغه د گډوډۍ او بې باورۍ لامل هم گرځي؛ بشپړ تاريخ پرې سرچپه او مسخه كېږي او بيا د تاريخ پېغور سپيناوی هم نلري، نو راځئ ! پر خپلو خلكو او نړۍ زېري وكړو، د زېريو په بڼه او احساس له خپلو پرمختگونو او لاسته راوړنو ورته وغږېږو، پرده او گرد ترې وڅنډو او نور هغوی پرېږدو چې رښتيا مو په درد دردمن-د ښې ورځې پالونكي دي او په زېريو يې مني او كه هسې دروغجن دي او نن مو دغه زېري او ترې ډكې ښې ورځې خپل وير او تورې ورځې گڼي، موږ ته خو زېري دي، د همدې زېريو پر بې ازاره احساس-نوم-بڼه يې ورته اوروو او لكه درمل د هر ډول ليدونكو-اورېدونكو لپاره بې توپيره يې كوو، ترڅو پرې آن د دښمن زړه هم راڅخه ازار نشي. هغه څه چې پر ښكاره يې د وير ماده ځواكمنه، انځور يې ولس او نړۍ ته څرگند او فكر يې هم پر همدې كچه عام شوی؛ د زېريو په دغه رسنيزه او تبليغاتي پروسه كې به يې داسې اړخ لټوو چې له مخې يې ياده ماده، انځور او عام فكر له منځه يوسو او همدې اړخ ته يې په پوښښ وركولو سره هغه بشپړ يو زېری انځور كړو.
د تېرو زمانو د يو باچا كيسه ده چې هغه په يوه سترگه ړوند او بله پښه گوډ و، انځور گران يې راوغوښتل، ترڅو يو ډېر ښكلی او له مانا ډك انځور يې وكاږي، خو د نيمگړي انځور لا پوره نه راځي، ښكلا او له مانا ډكول خو يې څه، نو ځكه يې څوك پر ياد انځور كښلو ونه توانيد، يو انځورگر چې ښايي اروا پوهنه كې يې هم گوتې وهلې؛ ياد انځور يې د يو ښكاري په موډ كې خورا جالب او د باچا له غوښتنې سره كټ مټ برابر وكيښ چې پكې باچا ښكار پر نښه كړی، يوه سترگه يې پټه او يوه گونډه يې وهلې وي او په دې سره يې په انځور كې د ړوندوالي او گوډوالي سترې نيمگړتياوې غبرگې پټې كړې وې. نو د اړتيا پر بنسټ به د ځينو مواردو اړوند زېرې پر همدې تخنيك دروو، كه د بسپنې شتمنۍ گرځول وير وي، نو د خپلو ملي عوائدو د تېر يو نيم كال احصائيې ته پر كتو يې د غوره بديل په توگه له همدې عوائدو په لنډه موده كې او په كور دننه د دغې شتمنۍ پوره كېدنې زېری لرو چې له يادې شتمنۍ مو ډېره غوره-خپلواكه-دائمي هم ده، هغې ته له اړتياهم پرې خلاصېږو او دا يو ستر پر مختگ هم دی چې پر خپل لاس او پر خپل همت را ټول كړي خپل عوائد مو د گرد غرب او د نړيوالتوب تر اصطلاح لاندې بشپړو بسپنو تشه ډكه كړي، د هغوی له احتياج او پرې د روږديتوب له ذلته ډكې نشې مو خلاص كړي، يواځي د خپل هېواد پر طبيعي-انكشافي ذخېرو او همدې ملي عوائدو بسياينې ته مو ورسوي او اړوند كورني او بهرني ټول وضعيتونه پرې مديريت كړو چې په پرديو بسپنو روږديتوب كې مو د شتمنۍ له كنگل كېدو پرته دې هيڅ ته نه پام كېدی شو او نه مو هم ترلاسه كولای شو او دا هم په خپل ځان كې يو زېری او د خوښۍ وړ موندنه
ده.
كه د غرب او غربي نړيوالتوب مالي او نور تحريمونه او بنديزونه وير وي، نو بنديزونه هم يوه جگړه او د جگړې برخه ده چې د وسلوالې جگړې په څېر پر موږ تپله كېږي، په وسلواله جگړه كې هم وروسته له هغه موږ غښتلي او گټونكي شوو چې پرې را وتپل شوه، په ښه توگه مو مهار او مديريت كړه، د گردې نړۍ پر يو ځای ماتولو كې مو ترې گټه واخيسته او اوس يې د پايلو په مشاهده كې ماتې خوړلې صليبي نړۍ هم راسره سرټيټې ولاړه ده او راسره د زېريو په لړ كې په ټيټو سترگو اعترافونه هم كوي، نو بنديزونه هم چې سم مهار او گټه ترې پورته كړو، نه يواځي دا چې وير نه دي او اغېزمنولی مو نشي، بلكې څه ته چې مو اړ كړي، پر څه چې مو پوه او ورته مو پام واړوي او څه يې بيا د پايلو په توگه چې ترلاسه كړو؛ له دې بنديزونو پرته مو آن پام هم نشو ور اوښتی او خيال يې هم نشو كېدی، ترلاسه كول خو يې لرې، همدا اوس هم د وروستيو پرمختگونو يوه ريښه همدې بنديزونو ته رسېږي، كه دغه تحريمونه نه وي، خدای مكړه تر ډېرې مودې بيا هم موږ له رښتوني او خپلواك پرمختگه مصروف وساتل شو، د هېواد-ولس-نظام خپلواكي او تېر-راتلونكي هرڅه مو له گواښ سره مخ او ترپوښتنې لاندې راشي، له هره اړخه بډايه او غني هېواد مو او په غنياتو كې يې پټ ولس او نظام مو بياهم نورو ته اړ او پر بسپنو يې اخته او اموخته پاتې شو چې ياد غنيات مو دوی لوټي او موږ ته ترې بې بسنې بسپنې راكوي، پر همدې بسپنو پر موږ د ترلاسه كړي اثر او رسوخ له لارې مو فكر او احساس هم دوی اشغال كړي، د خپلو غنياتو پر مټ پر خپلو پښو له درېدو او پر ځان له بسياينې بې حس او حركته وغورځو، نظام-چارواكي مو د پرديو پر ملاتړ يامو چارواكي بهر ته د پيسو پر ليږد تورن-له پيسو سره د تېښتې اندېښنې يې را ولاړې او پرې د نظام او خلكو ترمنځ مو د باور له منځه تلو سره د هغه ځای واټن ونيسي او داسې ډېر
نور.
په دې توگه له هر ډول اختناق سره مخ او په ټوله كې نه له خپل هېواد-زېر بناوو-گڼو ځانگړنو يې، نه له نظام او سپېڅلتيا يې او نه پكې له خپلو وړتياوو-رول-همته گټه پورته او نه هم اړوندې گڼې نيمگړتياوې آن درك كړای شو، له منځه وړل خو يې د ليږ وروستو خبره ده چې پر تېرو اشغال تپلو او استعماري رژيمونو د بنديزونو نه شتون كې د دې هرڅه ازماينې ترسره شوې او اوس يې هم همدا بنديزونه او پر ځای مهارېدنه او كنترول يواځينۍ حل لاره او حل چاره ده چې دا هر يو پرې جلا يو ښه زېری هم دی. همداسې په رسميت د نه پېژندنې، كورني مشروعيت او نورې خبرې چې له مثبتو اړخونو تحليل كړو؛ دا پايله پر لاس راځي چې د وير مادې، انځور او عام فكر په پرتله يې زېري ډېر دي چې پر خپلو خلكو او نړۍ يې
وكړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *