مقالی اوتبصرې

راځئ ! پر خپلو خلکو او نړۍ زېري وکړو ! / لومړۍ برخه

موږ په رسنيز او تبليغاتي ډګر کې په مبارزه بوخت يو، دا هغه ډګر دی چې پکې د عام فکر او احساس له لارې

  جبريل سعد
موږ په رسنيز او تبليغاتي ډګر کې په مبارزه بوخت يو، دا هغه ډګر دی چې پکې د عام فکر او احساس له لارې تقريباً ګردې نړۍ او د نړۍ پر مخ٪۹۷سلنه وګړو ته د انساني ژوند بلا ګڼو بېلابېلو برخو او پړاوونو په اړه روحيه او انګېزه ورکول کېږي او ولوله يې پرې راپارول کېږي. له بده مرغه دا چې پر دغه ډګر اوس له لسيزو او پېړيو راسي د بشر دښمنۍ لپاره کار کېږي؛ د پورته ښودل شوې سلنې انسانيت ويجاړونکې او د بشپړ انسانيت لپاره خواشينونکې او ګواښونکې ده، د بشر دښمنۍ دغه شيطاني تخنيک داسې عيار شوی چې د عام فکر او احساس په نښه کولو سره د مثبت پر ځای منفي او منفي پر ځای مثبت روحيه-انګېزه-ولوله رامنځته شي، بيا په همدې کې د دروغو او تزوير پر مټ منفي او مثبت فکر او احساس هم هر يو جلا له حده لوړ او ټيټ ورکول کېږي او په دې منفي او مثبت کې بيا غوغا او د وير نغاره يواځي د انساني فطرت او رښتوني بشريت پر وړاندې د منفي احساس او فکر پنځولو لپاره ده، خو له هر خوا د زېريو په بڼه غږونه او پيغامونه بيا د انساني فطرت او رښتوني بشريت پر ځای د هغه يو جعلي فورمول دی چې پکې د ډول ډول تخريبي هڅو، طرحو او پلانونو له مخې انسانيت او بشريت په فزيکي، معنوي او فکري ټولو لحاظونو په نښه شوی او له منځه وړل کېږي او دا د دې لامل شوی چې پر وړاندې يې د انساني فطرت او رښتوني بشريت د مبارزې ډګر رامنځته شي. پام مو وي: د بشر دښمنۍ دغه تخنيک کې د زېريو رول تر غوغاوو او د وير تر نغارو کم نه، بلکې زيات او مهم ځکه دی چې زېری د انسان د فطري ميلان او جلب او جذب هغه عنصر لري چې غوغا او د وير نغاره يې نلري، له همدې امله که د مړينې او آن د قيامت راتلو پېښه هم د زېري په بڼه عياره او عام فکر او احساس پرې پر نښه شي؛ نو که تر دې وړاندې يې هرڅو د ويرې فکر او احساس عام هم وي، هغه شاته او د نوي فکر او احساس له مخې د مرګ او قيامت لېوالتيا او تلوسې ګراف يې پرې لوړېږي. دلته د غوغا-وير نغارو او زېري د رول پرتله هم اخيستلای شو چې لومړی عام فکر او احساس د وېرې پر اثر وي، خو بيا د زېري پر اثر فکر او احساس په رامنځته کېدو له منځه ځي او پر يو بل د غلبې ګډ ټکی يې د همدې رسنيز او تبليغاتي فعاليت له لارې عام فکر او احساس پر نښه کول دي.
راځو انساني فطرت او رښتوني بشريت ته چې وايي: اسانۍ کوئ، سختۍ مه کوئ، زېری ور کړئ، کرکې مه کوئ. هو ! په هر حال کې په خپلو چارو او راکړه ورکړه کې اساني کوئ، له سختۍ ډډه وګړئ، همدا ډول خپله هم د خپلو چارو پر ښو پايلو ډاډه واوسئ، نورو ته هم د حقائقو پر تړاو ښه خبر ورکړئ او له وير او وېرې اچونې ډډه وکړئ. له همدې ځايه د بشر دښمنۍ پر وړاندې د بشريت د مبارزې ګرم ميدان ته کوزېږو او د زېري له دغه ارزښتمن عنصره يې ور پيلوو چې بشر دښمنو هم ترې په خپل دښمنانه تخنيک کې ګټه اخيستې او اوس بويه له بشپړ دغه تخنيکه يې موږ بېرته پر وړاندې ګټه واخلو. دا چې بشريت د زېري کولو لارښونه کوي او داسې ډېر څه هم لرو چې زېري يې وکړو، له موږ پرته يې څوک زېري کوي هم نه، بلکې لا په ناڅېزه اوازو او غوغاوو يې په اړه عام فکر اخلالوي او ټکنی کوي، د دې پر اثر دلته له شته رښتونو او ځمکنيو واقعيتونو سترګې پټول کېږي، ترې پر انکار رامنځته کولو ستونزې جوړولې کېږي او د رښتوني اسلامپال مبارز په توګه اوس د رسنيز او تبليغاتي فعاليت لپاره لرو هم يواځي همدا زېري. تر دې هم د پام وړ دا چې اوس خو ورته د زېريو خپل تخنيک هم لرو او د اشغال په ماتې کې مو ګڼې تجربې هم ترې لاسته راوړې دي، نو ولې لاس تر زنې ورته کېنو؟ راځئ! پر رسنيز او تبليغاتي ډګر د بشريت دښمنۍ پر وړاندې پر خپلو خلکو او پر نړۍ زېري وکړو، پر زړونو خوښۍ ووېشو او له ويرونو او دردونو ګونځې مظلومو څيرو باندې د خوښۍ موسکاوې راولو.
هو ! پر خپلو خلکو او ټوله نړۍ زېري، ترڅو مو پرې عام افکار او احساسات په ښه او بشپړ ډول په نښه کړي، بشر دښمنۍ له منځه وړي اهداف مو بېرته رغولي او د اړوندو روحيو-انګېزو-ولولو پر پنځولو مو پرې لازياته پانګونه کړې وي چې ښه لاره يې له واقعيتونو پر وخت او اغېزمن رښتونی خبر ور کول، پر واقعيت او رښتونولۍ ولاړ انعکاس او پوښښ، په اړوندو پېيليو-نا پېيليو کېسو کې واقعيتونه نغښتل، له پخوانيو اسلامي تمدنونو سره په پرتليز حيثيت يې نظر اچول، د اسلامي امارت څرګندو موخو-پاليسيو-لومړيتوبونو سره په پرتله يې د پايلو او پيغامونو اټکل، مثبت تحليلونه-ارزونې-تبصرې، د دې ټکو او د اسلامي امارت فرهنګي پاليسيو په دایره کې د رسنيز او تبلغاتي پوښښ تر بسې پراختيا او پکې د لارو چارو او تعبيرونو ترمنځ وخت پر وخت تنوع يادولای شو. د رسنيزو او تبليغاتي زېريو په دغه مبارزه کې مو بايد ټول ترکيز پر عامو افکارو او احساساتو وي چې ورته وغږېږو، د واقعيتونو پر تړاو خبر او بيا قناعت هم پرې ور کړو او د لاسته راوړنې په توګه يې د اسلامي امارت د موخو، پاليسيو، پرمختګونو او لاسته راوړنو، جوړښت او د نظام ډول/حکومتولۍاو داسې نورو ټکو اړوند عام فکر او احساس د پرديو دښمنو تبليغاتو له اخلال او اغېزو لرې وساتل شي او ويې ژغورو چې په طبيعي ډول به په سيستماتيک شکل د دښمنو تبليغاتو مخه هم ډب شوې او اغېز به يې پڅ شوی وي. پاتې بيا…

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *