لیکنېمقالی اوتبصرې

راځئ چې خپل نفسونه قابو کړو؛ تر څو د کامیابۍ پر لاره ولاړ شو!

انسان په دغه فاني او ختمیدونکې دنیا کې د یو امتحان په څیر ژوند کوي، دنیا ورته یو امتحان او ازمایش دی، دا د یو ابدي او اخروي ژوند لپاره ډیره لنډه مرحله او وخت تیرول دي، چې له امله یې بیا ابدي ژوند ښایسته او یا هم په سختیو کې تیریږي.
اوریدلي مې وه، وایي که انسان نفس نه درلودلای یوه سپېڅلې فرښته به وه؛ ځکه هغوی هم بې نفسه مخلوق دی، خو دا چې انسان ته الله تعالی نفس ورکړی، دا یو ازمیښت او امتحان دی، د نفس تر څنګ یې بیا انسان ته د هغې د کنترول او قابو کولو لارې چارې هم ښودلي او دا یې هم ویلي هغه انسانان چې خپل نفسونه قابو او پر ښه لاره بوځي نو د خدای پر وړاندې یې مقام د اشرف المخلوقات شتعالی د حیواناتو په څیر بلکې له هغې هم بدتر شمیرلي دي.
الله تعالی په قرآن کې د نفس ډولونه بیا بیا یاد کړي، چیرته نفس اماره او چیرته بیا لوامه وي او کله بیا نفس ملهمه او کله بیا مطمینه ګرځي، خو له ټولو یې بیا نفس اماره سخت یاد کړی او هغه انسان چې لذتونو او خواهشاتو پسې لاړ شي، د دنیا خوندونو، مزو، چړچو، د کبر او غرور واکمنۍ پسې لاړ شي، هغوی ته بیا نفس اماره ګرځي، د هیڅ پروا نه کوي، سترګې پرې پټې شي، بیا د نفس اماره څخه د الله تعالی د رحمت او فضل پرته څوک نشي ژغورل کیدلای.
هغوی چې د خپلو نفسونو تابع شوي وي، د خپلې ټولنې، چاپیریال او ارزښتونو خیال نه ساتي او د لوی خدای له لورې د ورکړل شوي نعمت شکر نه اوباسي، تاریخ پرې تور دی، نن د فرعون او هامان یادونه د تاریخ پاڼو کې وګورئ، تاسو د ابوجهل او ابولهب د اماره نفسونو یادونه وګورئ، چې هغوی یې د جهل کومو تورو تیارو ته پرې باسلي وه، هغوی چې خپل نفسونه پرې غالب شوي وه، د تاریخ بدنامې څیرې ګرځیدلي.
خو بل طرف ته بیا د تاریخ هغه انسانان هم یاد کړئ چې خپل نفسونه یې قابو کړل، چا د احد احد په نعرو لګولو ګرمو شګو کې پروت نفسونه ووژل، چا بیا د لوږې او تندې پر تیرولو، چا د خپلو مالونو، ځانونو او اولادونو په قرباني کولو نفسونه ووژل او د خدای په سترو بندګانو کې شمار او د تاریخ پاڼې پرې زرینې شوې، نن یې بااحساسه مسلمانان د برکت لپاره پر خپلو اولادونو د هغوی نومونه کیږدي.
په عام ژوندانه کې چې د نفس کنترول او قابو څومره اړینه ده همدا راز په یو حکومتي نظام کې هم اړینه او ضروري ده، تاسو د ایوبي رح د وخت تاریخ ولولئ، هلته چې اسلام او صلیب تر مینځ د تاریخ تر ټولو لوی کشمکش روان و، کفر پر اسلام د تورو تیارو او ویجاړوونکي سیلاب په څیر راخپور شوی و، پر مسلمانانو د صلیب له لورې د نفسونو د خطاء باسلو داسې یو جال راخپور شوی و، چې واړه او غټ مسلمان به خپل نفس خرڅ او د اسلامي نظام بنیاد به یې کیندلو، هلته د بدکارو او فاحشو ښځو جال راخپور شوی و، ډیری مسلمانان په دغه جال او دام کې ګیر شول، چې له امله کلونه کلونه د مسلمانانو ځمکې او مقدس ځایونه د کفر تر ولکې لاندې راغلل، خو الله تعالی دې پر ایوبي رح بې شمیره رحمتونه نازل کړي، چې په دغه سخت حالت کې یې نفس اماره ته ماتې ورکړه او د اسلام تاریخ یې زرین کړ.
نن چې الله تعالی موږ پر یو ستر نعمت « اسلامي نظام» نازولي یو، د واکمنانو لپاره د فتنو او فسادونو په دغه ډکه زمانه کې د نفسونو قابو او کنترول تر هر څه اړین دی، د کفر او پردیو له لورې د اسلام د بدنامۍ لپاره ډیرې حربې پر لاره اچول شوي، تر څو مسلمان، اسلام، ملا، عالم، ږیره او پټکی بدنام کړي، په داسې یو حالت کې مسلمانه! زما واکمنه وروره! له خپل نفس څخه خواهشات د بلال په څیر په ګرمو شګو پریمینځه، د صحابۀ کرامو په څیر پر لوږه او تنده دا لذتونه وغورځوه، د رعیت او ټولنې خیال وساته، د شپې الله تعالی ته په زاریو او قطار اوښکو وژړیږه او له دغه امتحانه د کامیاب وتلو دعاوې وکړه.
د وخت امام حسن بصري رحمه الله به فرمایل: نفس انسان ته د پرله پسې بدۍ کولو امر کوي نو که نفس په طاعت کې ستا نافرماني کوله ته يې په ګناه نافرماني کوه، یعنې د نفس مه منه بلکې د الله تعالی رحم ته پناه یوسه او خپل عقل دې په کار واچوه، تر څو د اخرت د ویاړمنې لارې له خوښیو محرومه نشې.

حماد افغان شیرزاد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *