دینې لیکنې

رسول الله ﷺ د بشريت ناجي او د اسلام د سپېڅلي دين لارښوونکی دی

په اوسنۍ اسلامي نړۍ کې د اسلام سپېڅلی او صالح دين د بشرد هدايت او لارښوونې لپاره د نړۍ د نورو اديانو او مذاهبو ترمنځ يو بشپړاو مناسب دين پېژندل شوی،چې د الله پاک لخوا څه باندې ۱۴۰۰کاله د مخه د وحيې په ذريعه په جناب رسول الله مبارک را نازل او د هغه مبارک په زيار او سعې د نړۍ د مسلمانانو ترمنځ خپور او شايع شو، د اسلام له سپېڅلي دين د مخه په عربستان کې د جاهليت داسې توره دوره روانه وه چې د دوی د فرهنګ له مخې به نوې زېږدلې نجونې ژوندۍ ښخېدې، د مکې د قريشو ترمنځ پرستي رواج وه او د مکې معظمې په خونه کې بوتان نصب وو، په روم کې مسيحيت چلېده،په اوسني افغانستان او ايران کې زردشتي دين اورپالنه په هند او د افغانستان په يو شمېرختيځو برخو کې بوداييزم اوهمدارنګه په نوره نړۍ کې د ورته باطلواديانو پېروي کېدله، د اسلام د سپېڅلي دين په راتګ سره په جزيرة العرب د ټولوخرافاتو لمن ورټوله شوه ځکه د عربي نړۍ اوسېدونکي دا وخت له يوې مخې د باطلو اديانو پيروانو ترڅنګ يې نورې کبيره ګناوې لکه شراب چښل ، قماروهل هم د دوی ورځنی عمل و.
کله چې خاتم النبين حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وآله وسلم ٬ د الله ج له لوري د اسلام د سپېڅلي دين په اشاعت چې پر وحدانيت اويکتاپرستۍ ولاړ و، مامورشو، نو موضوع د مکې په کفاروځکه سخته تمامه شوه چې دوی د معبودانو په تعداد عقيده درلوده او د هرڅه لپاره يې ځانګړی معبود درلود،چې دا ټول معبودان يې د کعبې شريفې په خونه کې را ټول اوځای پرځای کړي وو، رښتيا هم چې د الله ج د دين عامول په يوه داسې ټولنه کې چې هلته بت پرستي، شرک او جهل اوج ته ختلی وي طبعاً به سخت اوستونزمن کار وي ، يا په بل عبارت د سرکشه قريشو د پخوانيو باطلو اديانو او ارزښتونو پر ځای د اسلام د سپېڅلي دين خپرول او عامول به طبعاً د دوی د جهالت رسومو، ته ستره ننګونه وه .
د مکې قريشو به ټول توان جناب رسول الله مبارک د اسلام د دين اشاعت او دعوت ته نه پرېښود او د ده په مخ کې به يې داسې خنډونه را پورته کول چې اراده يې ټکنۍ کړي،دوی به هره ورځ د رسول الله مبارک دکاکا ابوطالب مخ ته حاضرېدل چې ګويا محمد ص ته نصيحت وکړي څو د دوی د معبودانو (بتانو) سپکاوی ونه کړي موضوع به کله نا کله تردې حده تنده شوه چې د هغه مبارک له منځه وړلو ته به يې ملا وتړله ،څوځله دغه پيښې تکرار شوې، خو رسول الله مبارک به د الله پاک په حفاظت کې د دغه بدغونوله شوم نيت څخه تل روغ رمټ ژغورل کېده او د مکې کفارو به توان نه پيدا کاوه چې رسول الله مبارک ته ډېرلږ زيان واړوي.
څرګنده ده چې د ارزښتونو لپاسه د نورو معنوي ارزښتونو را وړل او په خلکو قبول حتمي سترې لانجې را پيښوي او جګړې، چې له همدې امله رسول الله مبارک هم د قريشو او د عربو د نورو قبيلو سره په وارو، وارو په جګړو اوښتی دی، د بدر،احد، ذات الرقاع،همدارنګه د خندق غزا چې د هجرت په پنځم کال پېښه شوه،د حديبې غزا چې د هجرت په شپږم کال پېښه شوه، د مکې د فتحې غزا چې د هجرت په اتم کال پېښه شوه مکه معظمه فتح او بتان د کعبې شريفې له ودانۍ د باندې را وغورځول شول ،د تبوک غزا چې د هجرت په نهم کال پېښه شوه دا ټولې هغه غزاګانې وې چې د رسول الله مبارک او د جزيرة العرب دکفارو ترمنځ پېښې شوې او بری د مسلمانو په برخه شو.
د رسول مبارک تر رحلت پورې ټوله جزيرة العرب د اسلام په سپېڅلي دين نه وه مشرف شوې خو وروسته مسلمانانو هلې ځلې وکړې دغه نجات بښوونکی دين يې د نړۍ هرې برخې ته ورساوه،خو پاتې دې نه وي چې د دغه سپېڅلي دين دښمنان له هماغه پيل څخه بيا تر ننه پورې د توطيو په کمين کې ناست او مسلمانانو ته سرخوږي جوړي، د دې ترڅنګ په وروستيو پېړيو کې اسلامي هېوادونو ته له هر لوري د غرض ډک لاسونه را اوږده شول او د مسلمانانو له نېکې رويې په منفي ګټې اخيستنې يې د دوی ترمنځ په يوه او بل نامه د باطلو عقايدو مفتنې ډلې ټپلې جوړې کړې چې د يوڅه مودې لپاره يې نوی سرخوږي را پورته کړ خوبيا هم په الهي نصرت د دې ډلو ټپلو مخه ونيول شوه ، د اسلام سپېڅلی دين په لوړ محنت او قربانۍ زموږ تر زمانې را رسېدلی ، سيرتونه او نور اسلامي روايات په دې ګواه دی چې رسول الله مبارک د جهل ، بت پرستۍ او خرافاتوڅخه د بشريت په ژغورلوکې ډېرتکليفونه وګالل،له ډېرو ستونزو سره مخ ، خوبيا يې هم اراده ټکنۍ نه شوه .

حيا ت الله حليم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *