افغانستان

روسیه افغانستان ته د نفتي او خوراکي توکو صادرات زیاتوي

د افغانستان لپاره د روسیې سفیر وايي، هېواد يې افغانستان ته د نفتي او خوراکي توکو د صادراتو ډېرولو په حال کې دی. د سپوتنیک اژانس د راپور له مخې د افغانستان لپاره د روسیې سفير ديميتري ژيرنوف د روسيې له ۲۴ ټلویزوني شبکې سره په مرکه کې ویلي چې د روان کال په اوږدو کې د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۴۰ سلنه زیاته شوې ده. دا په داسې حال ده چې له دې مخکې د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي وو روسیه او افغانستان «افغانستان ته د اړينو توکو لکه غنم او نفتي محصولاتو په تړاو د همکارۍ لپاره اصولی هوکړه لیک لري». له بلې خوا د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزيزي په ۲۰۲۲ کال کې روسیې ته په یوه سفر کې له دغه هېواد سره د غنمو او نفتي توکو د وارداتو تړون لاسلیک کړ. د راپور له مخې د کابل او مسکو ترمنځ د شوي تړون پر بنسټ روسیه به د کال دوه میلیونه ټنه غنم افغانستان ته صادر
وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *